د پښتونخوا په هنګو کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید شپږ کسان وژلي

سعودي

د عکس سرچینه، FAYEZ NURELDINE

د خپرېدو وخت

پاکستاني پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د پولیسو له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، بریدګرو د ګازو او تېلو پر دوو څاګانو ام۸ او ام۱۰ برید کړی، پر ام۸ د برید پر مهال بریدګر په شا تمبول شوي خو پر ام۱۰ برید مرګ ژوبله اړولې ده.

د بریدګرو د شمېر په اړه ضدو نقیض مالومات خپار شوي، پولیسو بي بي سي ته ویلي چې لږ تر لږه شل بریدګر وو شاوخوا دوه نیم ساعته یې جګړه وکړه.

د دغو پولیسو په وینا، دا د ګازو پر دې تاسیساتو دریم برید دی،له دې مخکې برید کې یو سرتېری وژل شوی و او یو ټپي و.

رویټرز خبري اژنس سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عمران خان له خولې بیا ویلي چې، د انرژۍ پر دغو تاسیساتو لږ تر لږه پنځوسو وسله والو برید کړی دی.

د نوموړي په وینا"د ایم او اېل په نوم د تېلو او ګازو شرکت پر تاسیساتو شاوخوا پنځوسو وسله والو برید کړی، چې څلور پولیسان او د انرژۍ د دغه شرکت دوه ساتونکي یې وژلي دي."

د رویټرز خبري اژانس له خوا خپور شوي رپوټ کې راغلي :" مخکې له دې چې بریدګر له سیمې ووځي د ګازو په برېښنا کوټ کې یې د لمریزې برېښنا سیستم زیانمن کړی."

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د هنګو په ګډون د شمالي وزیرستان په ډېرو سیمو کې د پاکستاني طالبانو ډله (ټي ټي پي)وسله وال فعال دي.

د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له کبله ډېر کله د تېلو او ګازو تولید کې وخت ناوخت کمښت رامنځته کېږي.

د رویټرز په وینا، دغه سیمه کې د اوږدې مودې نا امنۍ له امله ادارې د تېلو او ګازو د لویو ذخیرو په موندلو نه دي توانېدلي.

پاکستان د تېلو او ګازو د استخراج لپاره کافي بودیجه او تجربه نه لري او بهرني شرکتونه هم د امنیتي ننګونو له امله هلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي.