تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریاض کې افغان سفیر: سوډان کې د ایسارو افغانانو لومړۍ جوپه سعودي ته رسېدلې
د سعودي عرب په ریاض کې افغان سفیر جاوید مجددي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې لومړۍ جوپه افغانان له سوډان را ایستل شوي دي.
ښاغلي مجددي وايي، ریاض کې افغان سفارت هڅې کوي چې د سعودي عرب په مرسته سوډان کې ټول ایسار افغانان رابهر کړي.
د نوموړي په خبره د سعودي چارواکو په دې برخه کې مرستې ته غاړه اېښې ده.
ښاغلی مجددي زیاته کړې، چې دوه ورځې مخکې ۵ افغانان چې سوډان یې له هسپانویانو سره کار کاوه، رابهر کړل شوي او جدې ښار ته رسېدلي دي.
د ښاغلي مجددي په خبره دا کسان د هسپانیې او سعودي عرب په مرسته له سوډانه ایستل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم له سوډانه یو شمېر افغانان تېره اوونۍ بهر کړي وو.
یادو افغانانو له ملګروملتونو سره په سوډان کې کار کاوه.
خو لوی شمېر افغانان چې ډېری یې زدکوونکي دي، لا هم سوډان کې ایسار دي.
په سوډان کې د ایسارو افغانانو کره شمېره نه دی مالوم، خو له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ۱۲۰ تنه یاد کړي وو.
دا چې همدا ۱۲۰ تنو افغانانو کې څومره ماشومان او ښځې دي؟ څومره محصلين او کارکوونکي دي؟ په اړه یې مالومات طالب چارواکو نه دي خپاره کړي.
په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د دې پخلی کړی چې له سوډانه لومړۍ جوپه افغانان ایستل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانان به "د سعودي عربستان جدې ښار ته ولېږدوو ترڅو په لنډه موده کې هېواد ته راوګرځي."
ډاکټر ایمل ساپی چې په سوډان کې د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره کار کوي، اوس مهال د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره په هغه هېواد کې بند پاتې دی.
ښاغلي ساپي بي بي سي ته ویلي، وسله وال کسان د دوی د اوسېدو پر ځای برید کړی او یو شمېر کسان یې وهلي ټکولي او توکي کې ترې غلا کړي.
هغه ویلي یو شمېر افغانان د سوډان پورت ښار ته تللي چې له هغه ځایه سعودي عرب ته ولېږدول شي.
ښاغلي ساپي دا هم ویلي چې یو شمېر افغانان د مدني، شندي او ګدارف په ښارونو کې بند پاتې دي. دوی ټول هڅه کوي چې ځانونه د پورت ښار ته ورسوي، خو د هغه په وینا د لېږد لپاره الوتکې نه پیدا کېږي. جده کې افغان سفیر: سوډان کې د ایسارو افغانانو لومړۍ جوپه سعودي ته رسېدلې