خوست کې د والیبال سیالۍ؛ هره ورځ سلګونه ننداره چیان ورټولېږي

د خپرېدو وخت

د افغانستان په خوست ولایت کې د روژې له لومړۍ اوونۍ راهیسې د والیبال سیالۍ پيل شوي چې هره ورځ‌ له روژه ماتي‌ وروسته سلګونه ننداره چیان یې لېدو ته ورځي.‌

په خوست کې د طالبانو ځايي ‌چارواکي‌ وايي، دغه تورنمنټ کې شاوخوا ۳۵ لوبډلو برخه اخیستې، چې په دریو ډلو وېشل شوي دي.

د والیبال په دغو سیالیو کې،‌ هر شپه دوه لوبې کېږي، چې څلور لوبډلې په کې برخه اخلي.

د والیبال د ځايي چارواکو په وینا، د والیبال دغو سیالو ته له کابل او پښتونخوا هم ځینې لوبډلې وربلل شوې دي.

د دغو لوبو یو ننداره کوونکی نسیم نور وایي: "له څو شپو راهیسې پرله پسې د تراویح له لمانځه وروسته د لګڼو سیمې ته راځوو او د لوبو ننداره کوو. د لوبو ننداره د امن په فضا کې ډېر خوند کوي."

خوست کې نژدې هر کال د والیبال ورته سیالۍ کېږي، چې له بېلا بېلو ولایتونو لوبډلې او مینه وال ورځي.

د طالبانو امنیتي‌ چارواکي وايي،‌ د دغو لوبو لپاره یې امنیت هم ټینګ کړی دی.‌

له خوست پرته د لغمان،‌ بغلان، کندزو او کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو سیمو کې د والیبال مینه وال شته او پیاوړې ملي لوبډله هم لري.

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د روان کال د فیبرورۍ په وروستیو کې د نشنل کپ سیالیو په لړ کې مالدیف ته درې - صفر ماتې ورکړې وه.‌

د نشنل کپ سیالۍ د مالدیف په کوربتوب د څلورو هېوادونو افغانستان، مالدیف، مالیزیا او سینګاپور ترمنځ وې چې افغانستان په کې ښه وځلېد.‌