پاریس ولې دوه ایفل برجونه لري؟

د خپرېدو وخت

د یوه هنرمند د هڅو پر مټ چې پرېکړه یې کړې، د ایفل برج ورته کوچنی ماډل جوړ کړي، نو اوس پاریس دوه ایفل برجونه لري.

فیلیپ مینډرون د ایفل برج یو ماډل جوړ کړ، چې لوړوالی یې د اصلي ایفل برج شاوخوا لسمه برخه دی.

هغه وايي، د خوښۍ رامنځته کولو یوه کار لپاره یې هوډ درلود او دغه کوچنی برج يې افلا نومولی دی.

د ایفل برج د اروپا یو له مشهورو اثارو او سمبولونو دی چې شاوخوا ۳۳۰ متره لوړوالی لري.

که څه هم دا نوی جوړ شوی برج د اصلي برج پرتله خورا لنډ دی، خو تر ۳۲ مترو ډېر لوړالی هم لږ نه دی.

فیلیپ میندرون وايي، هوډ یې درلود د ایفل برج هنري اثر ته چې هر کال یې میلیونونه کسان لیدلو ته ورځي درناوی وکړي.

ډیری خلکو فکر کاوه چې دا کیسه د اپریل لومړۍ ورځې درواغ دي، خو ټاکل شوې دا کوچنی ایفل برج د اپرېل تر لسمې نیټې پاتې وي.

د مشهور ایفل ټاور د جوړولو کار په ۱۸۸۷ کې پیل شو او په ۱۸۸۹ کې بشپړ شو.

دې برج پر سر د مختلفو انتنونو تر لګول کېدو مخکې دې ۳۱۲ متره لوړوالی درلود، خو اوس یې لوړوالی شاوخوا ۳۳۰ مترو ته رسیدلی.

د دې برج په جوړولو کې له ۱۵۰ څخه تر ۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

د ایفل برج ۱۸۰۳۸ د اوسپنې ټوټې او څلور ستنې لري. دا تاریخي اثر ۴۰ مربع متره مساحت لري.

له ۱۹۰۳ کاله دا برج د پوځي راډیو سټیشن او په وروستیو کې د تلویزیوني خبرونو خپرونو لپاره کارول شوی دی.

ټاکل شوې وه د ایفل برج یوه لنډ مهالی جوړښت وي، خو لاهم پر خپل ځای ولاړ دی.

دا برج په هرو اوو کلونو کې رنګېږي او په پام کې ده چې راتلونکی کال په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو څخه مخکې بیا رنګ شي.