تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روژه او د فوټبال سیالۍ: لوبغاړي په کوم وخت کې روژه ماتی کوي؟
د فرانسې د فوټبال فدراسیون چارواکو د فوټبال لوبڅارانو ته لارښوونه کړې، د روژې په میاشت کې د مسلمانو لوبغاړو له کبله د روژه ماتي پر وخت لوبه ونه ځنډوي.
خو د فرانسې برعکس، د بریتانیا پریمیر لیګ مسلمانو لوبغاړو ته د روژه ماتي اجازه ورکوي او په دې برخه کې د فرانسې د فوټبال فدراسیون قوانین نه مراعاتوي.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې د یاد هېواد د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، د روژې پر مهال د روژه ماتي له امله روانې سیالۍ ګډوډې شوې دي.
د فوټبال فدراسیون د لوبڅارانو کمیسیون مشر ایریک بورګیني ای ابف پي ته وویل: "دا مهمه ده او پام مو وي چې د هر څه لپاره وخت شته. د سپورت لپاره خپل وخت وي او خپل مذهب باندې عمل کولو لپاره خپل وخت وي."
نوموړي وویل: "ځینې غونډې هم له همدې کبله ځنډول شوې وې چې مسلمان لوبغاړي وبه وڅښي او د خپل بدن اوبه پوره کړي."
د ایریک بورګیني په خبره: "د لوبې ټاکل شوي اصول دا اجازه نه ورکوي، پداسې حال کې چې د فوټبال قوانین د سیکولریزم اصولو ته سخت درناوی لري."
له بلې خوا د بریتانیا فوټبال لیګ د روژې په میاشت کې د مسلمانو لوبغاړو لپاره د فرانسې برعکس پریکړه کړې ده.
د بریتانیې فوټبال پریمیر لیګ د فوټبال سیالیو پرمهال لوبغاړو ته اجازه ورکړې چې د روژې په میاشت کې د روژه ماتي ځنډ په پام کې ونیسي.
په دې اړه د نیس د فوټبال کلب روزونکي دیدیر داګارډ ویلي، په ټیم کې ګڼو مسلمانو لوبغاړو له کومې ستونزې پرته د روژې میاشت ولمانځله.
د نوموړي په وينا: "دا به غوره وي چې فرانسه د روژه ماتي په وخت کې د وقفې اجازه ورکړي، خو که يې ور هم نه کړي، هېڅوک يې مجبورولی نه شي، ځکه چې دا يو اسلامي هېواد نه دی او بايد د دې هېواد اصول مراعات شي. تاسو باید د هغه هېواد اصول ومنئ چې ژوند پکې کوئ. "
په بریتانیا کې د فوټبال ځینو کلبونو په خپلو لوبغالو کې د روژه ماتي لپاره ځانګړي پروګرامونه هم جوړ کړي دي. چلسي فوټبال کلب یو له همدغو کلبونو دی.
د بریتانیا په پرېمیر لیګ لوبو کې د محمد صلاح په څېر چې به اصل کې د مصر دی، ګڼ وتلي لوبغاړي هم لوبېږي چې د سیالو پرمهال روژه ماتي ته وخت ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده چې د فرانسې د قانون له مخې په دغه هېواد کې د سرشمېرنې پر مهال له خلکو نه د هغوى د مذهب په اړه پوښتنې نه کېږي او نه هم د مذهب له مخې شمېرل کېږي.
د ځینو رسمي شمېرو له مخې په فرانسه کې شاوخوا ۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي.
په فرانسه کې له ۳ میلیونه زیات مسلمانان د الجزایز او مراکش دي.
فرانسه ۶۰ میلیونه نفوس لري او مسلمانان یې دویم مذهبي لږه کي دي.