د اسراییلو دفاع وزیر د قضايي سمون د پروګرام ځنډولو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسراییلو دفاع وزیر یوآ ګالانت له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې د قضايي سمون لپاره خپل جنجالي پروګرام وځنډوي.
دا دولسمه اونۍ ده چې احتجاج کوونکي اسراییلو کې دغه پروګرام سره د مخالفت د څرګندولو لپاره سړکونو ته راووځی.
ښاغلي ګالانت خبرداری ورکړی چې دغه کرکېچ په هېواد کې د ټولنیزې ناکرارۍ لامل شوی او ښايي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړي.
بنیامین نتنیاهو تر اوسه د دغو احتجاجونو پر وړاندې مقاومت کړی دی.
په یوه تلویزیوني وینا کې ښاغلي ګالانت د سمون پروګرام "د هېواد امنیت ته یو څرګند او سملاسي ګواښ" یاد کړې دی او ویلي یې دي چې د سراییلو دفاعي ځواکونو سخته غوسه یې راپارولي ده چې تر اوسه یې هېڅکله داسې نه و لیدلي.
دغه قانون د هېواد د قضايه قوې د واک د محدودولو لپاره سراییلو د ښياړخي حکومت د جنجلالي پلان یوه برخه ده چې میاشتې کېږي د مخالفینو اعتراضونه یې راپورته کړې دي.
یاد قانون د اسراییلو پارلمان ته د دې واک ورکوي چې د سترې محکمې پرېکړه رد کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
منتقیدین وايي، دا کار د قضايي قوې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او ښايي سیاسي ګټه ترې واخیستل شي.
ښاغلی نتنیاهو وايي، نه پرېږدي چې قاضیان او محکمې له خپله واکه ناوړه ګټه واخلي او او او اسراییلیانو په تېرو ټاکنو کې هم دا پروګرام منلی وو.
د اپوزیسون مشر یایر لاپید د اسراییلو د دفاع وزیر د څرګندونو هرکلی کړی او دا یې یو "زړور اقدام" بللی دی.
خو د اسراییلو د ښي اړخي حکومت د کورني امنیت وزیر له لومړي وزیره وغوښتل چې هغه له دندې ګوښه کړي ځکه چې په وینا یې" د دفاع وزیر د اپوزیسون فشار ته تسلیم شوی دی."
د پنجشنبې پر ورځ پارلمان کې له یو لړ تودو بحثونو وروسته کنیست کېد ۶۱ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو په کارولو سره داسې یو قانون تصویب ته رایه ورکړل شوه چې د لویې څارنوالۍ له خوا د لومړي وزیر د عدم صلاحیت کولو د اعلان مخه ونیسي.
د دغه قانون له مخې، یوازې د اسراییلو لومړی وزیر یا د هغې د کابینې درې پر څلورمه برخه کولی شي د فزیکي یا رواني دلایلو له امله د حکومت د عدم صلاحیت اعلان وکړي.
ښاغلی نتنیاهو په دریو جلا قضیو کې د بډو، فساد او د خلکو باور ماتولو له امله تورن دی خو نوموړی دا تورونه ردوي.



















