تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان ته د ډبرو سکرو له صادراتو د طالبانو عاید ۱۴۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی
د افغانستان د مالیې وزارت وايي پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو تعرفې یې لوړې کړې دي. دغه وزارت ویلي د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ څه باندې (۱۳۶ میلیونه ډالره) عواید ترلاسه کړي دي.
پاکستان د افغانستان د سکرو یوازینی واردونکی هېواد دی او د ارزانه برېښنا د تولید لپاره دغه ډول سون موادو ته سخته اړتیا لري.
د دغه وزارت په وینا، د ١٤٠١ کال په لومړيو لسو مياشتو کې ٢.٧ ميليونه ټنه سکاره صادر شوي، چې د ١٤٠٠ لمریز کال د ورته مودې پرتله شاوخوا درې برابره زياتوالى ښيي، په ۱۴۰۰ کال کې ٩٤٨ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي وو.
د ډبرو سکرو د صادراتو د تعرفې عاید هم د ۱۴۰۰ کال پرتله له ۱ میلیارد ۸۹۳ میلیونه افغانیو څخه ۱۲ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانیو ته لوړ شوی چې تر ۱۰ میلیاردو افغانیو ډېر زیاتوالی ښيي.
طالبان پیسو ته او پاکستان ارزانه انرژۍ ته اړتیا لري
د طالبانو د مالیې وزارت د اعلان له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د ډبرو سکرو د هر ټن عوايد ۱۹۹۷ افغانۍ چې شاوخوا ۲۳ ډالره کېدل وو، خو سږ کال طالبانو دا بیه څو چنده لوړه کړې ده، د هر ټن ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۴۴۹۷ افغانۍ ترلاسه شوي، چې دوه برابره ډېروالی ښيي.
په تېره جون میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو د چټکولو امر وکړ چې په هېواد کې ارزانه برېښنا تولید کړي.
ښاغلي شریف همدا راز امر کړی وو، چې له افغانستانه د وارد شويو ډبرو سکرو بیه دې د ډالرو پر ځای په کلدارو ورکړل شي، چې ورسره د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې خوندي شي.
په پاکستان کې د بریښنا یو شمیر لویې فابریکې د ډبرو پر سکرو تکیه کوي او د "بریښنا د تولید د لګښتونو د زیاتوالي اصلي لامل" په نړیواله کچه د ډبرو سکرو بیې لوړوالی بلل کېږي. پاکستان هڅه کوي له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو سره له ډېر تاوانه ځان وژغوري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان په تېرې جولای میاشت کې رسنیو ته ویلي وو، په دغه هېواد کې د هر ټن سکرو بیه ۲۸۰ ډالره ده او هره ورځ شاوخوا لس زره ټنه سکاره پاکستان ته صادرېږي.
په همدې میاشت کې د ډبرو سکرو نړیواله بیه له ۴۰۰ ډالرو څخه زیاته شوه.
د طالبانو د مالیې وزارت پر یوه ټن سکرو ګمرکي محصول ۳۰ سلنه زیات کړی، خو د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته لا هم د نړیوال بازار له نرخه ۴۰ سلنه ارزانه صادریږي.
د طالبانو حکومت خپله بودیجه له کورنیو سرچینو پوره کوي، په داسې حال کې چې د تېر افغان حکومت د عادي او پراختیايي بودجې دوه پر درېیمه برخه د نړیوالو مرستو له لارې پوره کېده. طالبانو د پخوا پرتله د مالیاتو او ګمرکي محصولاتو راټولولو ته پام زیات کړی دی.
تېره اوونۍ د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د "۱۴۰۱ کال په ۱۱ میاشتو کې د ۱۰۰ میلیاردو افغانیو په راټولولو سره د ګمرکونو عواید خپلې لوړې کچې ته رسېدلي دي". د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په تېرو کلونو کې د ګمرکونو عواید هېڅکله تر "۷۲ میلیارد افغانیو" نه وو ډېر شوي.
طالبان وايي، په ګمرکي عوایدو کې زیاتوالی یې په داسې حال راوستی، چې د لومړنیو خوراکي توکو پر وارداتو ګمرکي تعرفه بیا "۶۸ سلنه" کمه شوې ده.
په تېر کال کې په ځانګړې توګه د اوکرایین له کړکېچ وروسته په ټوله نړۍ کې د انرژۍ بیه ډېره لوړه شوې او د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د برېښنا د تولید لپاره د ډبرو سکرو ته مخه کړې ده.