د ایران د فضايي حریم قومندان: ان شاءالله چې وکولای شو، ټرمپ، پومپیو او مکینزي ووژنو

د عکس سرچینه، TASNIM
د ایران سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان جنرال امیر علي حاجي زاده ویلي دي، "زموږ اصلي موخه" له هغو کسانو غچ اخیستل دي چې د قدس ځواک بهرنۍ څانګې وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د وژلو امر یې کړی و.
جنرال حاجی زاده د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي: "ان شاءالله چې ټرمپ، پومپیو او مکینزي ووژنو. "
د قاسم سلیماني د وژلو پر مهال ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر، مایک پومپیو بهرنیو چارو وزیر او جنرال فرانک مکېنزې د مرکزي قوماندانۍ قوماندان و
ښاغلي ټرمپ ویلي وو، په عراق کې یې د قدس ځواکونو د قوماندان د وژلو لپاره د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو شخصي څارنه کوله او ښاغلي پومپیو په وار وار د هغه ګام دفاع کړې وه.
قاسم سلیماني د ۲۰۱۸ کال جنورۍ میاشت کې د بغداد په څنډه کې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته، پوځي عملیاتو کې ووژل شو.
د ایران حکومت تر هغه وروسته سملاسي اعلان وکړ چې د دې برید پر وړاندې به غبرګون وښيي او له امریکا به غچ واخلي.
څه کم یوه اوونۍ وروسته، سپاه پاسداران بغداد ته څېرمه د عین الاسد پر هوايي اډه توغندیز برید وکړ، چې د امریکايي ځواکونو په لاس کې وه. په هغه برید کې امریکایانو ته مرګژوبله نه وه اوښتې، خو د اډې ودانۍ ځینو برخو ته پکې زیان اوښتی وو.
د عین الاسد برید په ورځ د ایران د سپاه پاسداران له خوا پر مسافر وړونکو الوتکو دوه توغندي ویشتل شوي وو.
پر عین الاسد اډې د سپاه پاسداران توغنديز برید په ورځ د دغه هېواد فضا د مسافر وړونکو او ملکي الوتکو د تګ راتګ پر مخ نه وه تړل شوې. په همدې ورځ د اسلامی انقلاب ګارډ د اوکرایین د هوایی شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې اکثره مسافر یې ایرانیان وو، وویشتله.
د هغې الوتکې ټول ۱۷۶ سپرلۍ او عمله ووژل شول. د ایران حکومت تر دریو ورځو پر هغې الوتکې د ډزو تورونه رد کړي وو، خو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز بالاخره په څلورمه ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره دا پړه ومنله او پر الوتکه یې توغندی ویشتل "غیر قصدي انساني تېروتنه" وبلله.
د قاسم سلیماني تر وژل کېدو درې کاله وروسته جنرال امیر علي حاجي زاده ویلي، "پر عین الاسد برید کې زموږ موخه د امریکايي پوځیانو وژل نه وو، موږ غوښتل د امریکا پوځي واکمنۍ ماته کړو، چې تر لاسه شوه، زموږ د انتقام اصلي موخه هغه څوک دي چې د وژنې امر یې کړی و. که خدای غوښتل، چې موږ کولای شو ټرمپ، پومپیو او مکینزي ووژنو. "
د امریکا متحدو ایالتونو د ښاغلي ټرمپ له واکمنۍ راهیسې د ایران سپاه پاسداران د بهرنیو ترهګرو ډلو لکه داعش، القاعدې او بوکو حرام په نوملړ کې شامله کړې.





















