واشنګټن: هغه ایرانیان امریکا ته د تللو اجازه نه لري چې 'سپاه' کې یې کار کړی

امریکا
د عکس تشریح، وړاندې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هغو کسانو ته چې " د امریکایي وګړو ملي امنیت او خوندیتوب ته ګواښ نه وي" د ویزو په صادرولو کې د اسانتیا لپاره لارښود خپور کړی و
د خپرېدو وخت

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي‌ ته ویلي، مخکې داسې انګېرنه وه ګنې پر هغو ایرانیانو امریکا ته د ورتګ او د امریکا د وېزې ممنوعیت لیرې شوی،‌ چې د ایران اسلامي ګارد سپاه پاسداران کې یې خدمت کړی، چې دا بالکل ناسمه ده.

دغې سرچینې ویلي په وروستیو کې یې د جو بایډن د ادارې دریو وزارتونو ته د هغو افغانانو په اړه لیکلي چې د کډوالۍ وېزو ته په تمه دي.

وړاندې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هغو کسانو ته چې " د امریکایي وګړو ملي امنیت او خوندیتوب ته ګواښ نه وي" د ویزو په صادرولو کې د اسانتیا لپاره لارښود خپور کړی و.

دا لارښود د کډوالۍ د قوانینو او مقرراتو پلي کولو پورې اړه لري او داسې انګېرل شوې وه چې کېدای شي د هغو کسانو لپاره چې د ایران اسلامي انقلابي سپاه پاسداران سره یې کار کړی د ځینو شرایطو پر بنسټ د متحده ایالاتو د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې برابرې شي.

دا لارښوونې په هغه رسمي جریده کې خپریږي چې د متحده ایالاتو د حکومت پرېکړې خپروي.

په اصل کې دا لارښوونې له لوی څارنوال، د کورنیو چارو او د بهرنیو چارو وزیرانو سره د مشورو پایلې دي.

د متحده ایالاتو د قانون له مخې، هغه کسان چې له بهرنیو ترهګرو ډلو او سازمانونو سره تړاو لري متحده ایالاتو ته د ننوتلو او د کډوالۍ ګټې ترلاسه کولو حق نه لري.

افغان هوايي ځواک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یادې سرچینې ویلي په وروستیو کې یې د جو بایډن د ادارې دریو وزارتونو ته د هغو افغانانو په اړه لیکلي چې د کډوالۍ وېزو ته په تمه دي، له دې مخکې هم امریکا زرګونه افغانان خپل هېواد ته افغانان د تېر حکومت له سقوط سره ولګېدل چې سیاسي شخصیتونه هم په کې وو

دې نوي لارښود بیا په دې اړه یو څه استثناوې وړاندې کړې دي.

د هغه متن له مخې چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا خپور شوی، هغه وګړي کولی شي په دې لارښود کې له ټاکل شویو امتیازاتو ګټه واخلي چې "د اتباعو عامه امنیت او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ نه وي."

دغه پریکړه چې د متحده ایالاتو حکومت کړې پرته له دې چې په ځانګړي توګه د کومې ادارې نوم واخلي په کې ویل شوي، هغه کسان چې بهرنیو تروریستي سازمانونو په لیست کې دي او په قانوني توګه د ویزو ترلاسه کولو څخه منع شوي اوس د متحده ایاالتو ویزې غوښتنه لري، کېدای شي د ځینو شرایطو پر بنسټ دغه هېواد ته ولاړ شي.

دغه ډول کسان چې غواړي امریکا ته لاړ شي ټول هغه اسناد یې څېړل کېږي چې امنیتي موضوعاتو اړوند وي او بیا مرکې ورسره کېږي او په پای کې که ثابت شو چې په وروستیو وختونو کې یې له ترهګرو سازمانو سره مرسته نه ده کړې او هېڅ ډول ملاتړ یې نه کوي او تر څنګ یې خپله شخص د امریکا امنیت ته ګواښ نه پېښوي د امریکا د ویزې غوښتنه کولی شي.

که دا کس د وسلو او چاودیدونکو توکو په لېږد را لېږد او پټولو کې ښکېل وي د متحده ایاالتو وېزه او د کډوالۍ امتیازات نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې شوې وه، خو په دې وروستیو کې د امریکا په رسمي جریده کې خپره شوه.

ایران

د عکس سرچینه، Fars

د عکس تشریح، یو شمېر هغو ایراني اتباعو چې د سپاه پاسداران په لیکو کې یې دنده ترسره کړې او د امریکا د ویزو غوښتنه یې کړې، د هغوی غوښتنلیکونه رد شوي

د ۲۰۰۹ کال په اپرېل میاشت کې امریکا د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسدارن) د بهرنیو ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړ.

په دې لست کې د "القاعده"، "اسلامي دولت" نومې (داعش) او "بوکو حرام" په څېر ډلې شاملې دي.

په همدې اساس ویل شوي چې یو شمېر هغو ایراني اتباعو چې د سپاه پاسداران په لیکو کې یې دنده ترسره کړې او د امریکا د ویزو غوښتنه یې کړې، د هغوی غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د امریکا لخوا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه د سپاه پاسداران د نوم ایستل د "برجام" د اټمي هوکړې د بیا را ژوندۍ کولو لپاره د خبرو اترو په لړ کې چې له امریکا سره په نامستقیم ډول ترسره کېږي د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت له غوښتنو څخه وه.

امریکايي چارواکو د ایران دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا د اټومي هوکړې له شرایطو بهر ده او که ایران وغواړي چې غیر اټومي خبرو ته داخل شي، متحده ایالات لېواله دی چې د یو لړ مسایلو په اړه دا کار وکړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي حکومت ته اجازه ورکړې چې له دغه هېواد سره د امریکا د بندیزونو د لیرې کولو په هدف یوازې د اټمي مسئلې په اړه په غیر مستقیم ډول خبرې وکړي.