نورالدین عزیزي: له روسيې، ایران او پاکستان سره مو ګډ کنسرسیوم جوړ کړی

د خپرېدو وخت

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي په مختلفو برخو کې مو د فعالو کمپنیو او سوداګریزو شرکتونو یوه ټولګه یا کنسرسیوم یې جوړ کړی څو د برېښنا، کانونو او بنسټونو جوړولو په برخو کې د پانګونې پلان جوړ کړي.

د ښاغلي عزیزي په وینا په دې ټولګه کې یو شمېر روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونه او کمپنۍ هم ګډون لري.

د صنعت او سوداګرۍ چارسبمالي دغه خبرې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې کړې.

د نوموړي په وینا ۱۴ افغان سوداګرو او وزارت یې په دې اړه یو تفاهم لیک یا د پوهاوي یادښت له بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک کړی دی.

نورالدین عزیزي وایي چې یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ به خپل پلاوي کابل ته ولېږي څو د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت له دغو پروژو نه لیدنه وکړي.

په افغانستان د طالبانو له بیا وکمنېدو را وروسته د نړیوالو لخوا د جوړېدونکو لویو پروژو کارونه وځنډېډل او ورسره د افغانستان په بانکي سیستم هم بندیزونه ولګول شول.

دارنګه په وروستیو کې په ځینو بهرنیو پانګه والو یو شمېر برېدونو هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

خو ښاغلی عزیزي وایي د دوی ادارې د اوږد مهاله اقتصادي او سوداګریز پلان په جوړولو کار پیل کړی چې له هغې ډلې یو هم د دا ډول کنسرسیوم او ځانګړي اقتصادي زون جوړول دي.

هغه زیاتوي چې د امنیت پر ټینګولو هم کار کوي.

نوموړی زیاتوي: " د کابینې په غونډو کې په دې اړه ډېر بحثونه شوي چې څنګه امنیت ډاډمن شي، کمیسونونه هم جوړ شوي او ډېر نور کارونه، دارنګه د دا ډول ګواښ پېښوونکو جنګیالیو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي."

ښاغلي عزیزي رویټرز ته ویلي چې د کانونو او برېښنا پروژو ترڅنګ ددې کنسرسیوم ځینې مهمې بنسټیزې پروژې لکه د سالنګ دوهم تونل جوړول، له پنجشېره کابل ته د څښاک اوبو پروژې عملي کول او دارنګه د کابل - هرات لویې لارې بیا رغول شامل دي.

هغه وایي د طالبانو حکومت به د ځانګړو اقتصادي زونونو په جوړولو سره بهرني پانګه وال افغانستان ته را جلب کړي.

د اقتصادي زونونو لپاره له بهرنیو ځواکونو پاتې هغو پوځي اډو کارول په نظر کې نیول شوې چې پراخ تاسیسات او امکانات پکې پاتې دي.

د یادولو ده چې د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو څخه د اقتصادي زونونو لپاره د کار اخیستلو طرحه د افغانستان تېر جمهوري حکومت هم جوړه کړې وه.