"افغانستان کې پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده"

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، درېیو پر لپسې وچکالیو افغانستان سخت ځپلی دی.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د وچکالۍ له امله د هغو کورنیو شمېر اووه سلنه ډېر شوی چې پاکو اوبو ته اړتیا لري.

دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې د ۱۴ میلیونه کسانو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره ۴۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان د وچکالۍ امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه هم کمې شوې دي او د پاکو اوبو څاه ګانې هم وچې شوې دي.

سږ کال په افغانستان کې کمسارو سیلابونو په ډېرو برخو کې د څښاک د اوبو سیستمونه وېجاړ کړل. له همدې امله په ګڼو ولایتونو کې داسې ناروغۍ پيدا شوې چې اصلي لامل یې د پاکو اوبو نشتوالی بلل کېږي.

تېر کال په پکتیکا او خوست کې ویجاړونکې زلزلې هم په دغو ولایتونو کې د زرګونو کورنیو د څښاک پاکو اوبو سیستمونه له منځه یوړل. تر هغه وروسته، د پاکو اوبو د نشتوالي له امله ګڼ ماشومانو کولورا ته په ورته ناروغۍ اخته شول چې ځینې یې مړه هم کړل.

د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال به په افغانستان کې ۱۷ اعشاریه ۶ میلیونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو دغه اداره وايي، "زموږ شریکانو ۱۵ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو ته رسېدنه لومړیتوب ګڼلی دی. په اغېزمنه توګه دغې چارې عملي کولو لپاره ۴۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې ورسره روغتیايي چوپړتیاوې، د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنې او معلولیت لرونکو کسانو سره مرستې پکې شامل دي."

اوچا وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۳۳۹ د نس ناستي پېښې ثبت شوي چې یوه تن پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن هم ویلي و، ګڼ شمېر افغان ماشومان له "خطرناکې خوارځواکۍ" سره مخ دي.

دغه بنسټ په خپل یوه رپوټ کې ویلي و، د دغو ماشومانو له ډلې یې ځينې له دې کبله مري چې په وخت یې درملنه نه کېږي.