تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډالر او پر نړیوال مالي او اقتصادي سیستم یې خښې کړې منګولې
- Author, عبدالمالک عاصم
- دنده, ليکوال او ژورنالست
- د خپرېدو وخت
هر هېواد د راکړې ورکړې او کورني کاروبار لپاره کرنسي لري، خو هر هېواد نشي کولی د نړیوالې راکړې ورکړې لپاره خپله کرنسي وکاروي، بلکې څو محدودې کرنسۍ دي چې په سر کې یې ډالر راځي. ډالر د نړیوالې کرنسۍ اصلي نوم دی او دنړۍ ټول مهم توکي د ډالر له مخې ارزول کېږي او ارزښت یې ټاکل کېږي.
په نړیواله کچه د هېوادونو او کمپنیو لخوا ډیرې نغدې معاملې او پورونه پر ډالر کېږي. د ډېرو زیاتو هېوادونه او بانکونو لخوا ډالر د اسعاري زیرمې په توګه ساتل کېږي. له ډالر پرته نړیوال مالي سیستم سقوط کوي، خو نړیوال اقتصاد څرنګه؟
امریکا او ډالر یې د نړیوال اقتصاد لوی پیټی پر اوږو لري، چې د اقتصاد پوهانو په باور نړۍ ته ښه نه ده.
د ۲۰۲۰ کال یو رپوټ ښيي چې ۲ ټریلیون امریکايي ډالر په دوران کې وو، چې نیمايي له امریکا بهر په چلند کې وو. پر همدغه کال د نړیوالو اسعارو د بدلون ۹۰ په سلو کې پر ډالرو شوي وو او ۴۰ په سلو کې پورونه پر ډالر ورکړل شوي وو. خو له ډېرو سره ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې ولې ډالر دومره پیاوړی شو او دی؟
دا هرڅه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته را پیښ شول. تر دغې نیټې ټولو هېوادونو د خپلې کرنسۍ ارزښت د سرو زرو پر معیار ټاکه. خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکې متحده ایالتونه او څه باندې ۴۰ ملګرو هېوادونو یې د بریتانیا په بریتینوډ کې سره راغونډ او د بریتینوډ په نوم یې یو تړون سره لاسلیک کړ چې په لومړي ځل یې د سرو زرو پر ځای د اسعارو د ارزښت معیار ډالر وټاکه.
دغو ټولو هېوادونو ومنله چې په خپلو کې به راکړه ورکړه په ډالر کوي. پر دې اساس ډالر نړیوال اهمیت وموند. له دې تړون وروسته ډېرو نورو هېوادونو هم د امریکا اقتصادي ځواک ته په کتو سره د خپلې ملي کرنسۍ ارزښتي معیار او تبادله پر ډالر برابره کړه چې په نژدې ټولې نړۍ کې اوس د کرنسیو د بدلون نرخ د ډالر له مخې حسابېږي یا ټاکل کېږي.
له جګړې نژدې درې لسیزې وروسته د تېلو او نفتو صنعت پراخ شو او دې صنعت د ډالر د ارزښت او نړیوال کېدو سره نوره مرسته هم وکړه او د تیلو تجارت هم د ډالر پرمعیار بازار ته را وړاندې شو او تولیدونکو هېوادونو موافقه وکړه چې خپل تېل پر ډالرو وپلوري او د پیټروډالر اصطلاح یې ورته وکاروله.
د دې کار لامل کاروباري هېوادونو او کمپنیو ته د پانګې د خوندیتوب حس ورکاوه. خو په دې وروستیو کې ځینو هېوادونو د بیلګې په توګه روسیې او هند داسې هڅې پیل کړیدي چې د نفتو په ګډون یوشمېر نورې دوه اړخیزې معاملې د ډالر پرځای پر خپلو ملي کرنسیو ترسره او له دغه نړیوال مالي او اقتصادي تړاوه تریوه بریده ځان خلاص کړي.
د بیلګې په توګه روسیه، پر اوکرایین له برید دمخه څه باندې ۶۰۰ میلیارد ډالر په خپلو بهرنیو اسعاري زیرمو کې درلودل یا ساتل، خو امریکا خپله ډالري برتري د وسلې په توګه وکاروله او د روسیې زیرمې یې کنګل او د روسیې اقتصاد ته یې کلک ګذار ورکړ.
ډالر د امریکا ځواکمنتیا
امریکا که وغواړي، دا معامله له هر هېواد سره ترسره کولی شي، چې ایران او افغانستان یې هم نورې بیلګې بلل کېدی شي. دغه حقیقت چې امریکا یې د ډالر له اړخه لري، ډېر هېوادونه سخت وارخطا کړي او د خپلو اسعاري زیرمو پر امنیت شکمن شول او د بدیلو لارو په لټه کې دي.
له دې ډلې یوشمیر چټک مخ پر ودې هېوادونه (برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا) چې د بریکس په نوم یو اقتصادي جوړښت کې د منظم کېدو هڅې کوي، لېوااله دي چې د بریکس په نوم د یوې مشترکې کرنسۍ د رامنځ ته کولو پر مسله جدي فکر وکړي.
بریکس د نړۍ د اقتصاد ۲۴ سلنه جوړوي او د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس تشکیلوي. که دوی د بریکس په نوم کرنسۍ رامنځ ته کړي، دا به ډالر او یورو ته جدي ننګونې رامخې ته کړي.
یورو د نژدې ۲۰ اروپايي هېوادونو مشترکه کرنسي ده، چې نژدې ۳۴۰ میلیون نفوس او له اقتصادي اړخه یې ډیره برخه پیاوړې ده. له ډالر وروسته یورو د نړیوال تجارت دویمه مهمه کرنسي ده.
دنړیوالې سوداګرۍ او اسعاري زیرمو د ساتلو له اړخه په درېیم نمبر کې مهمه کرنسي جاپانی ین دی. په څلورم نمبر کې د نړۍ تر ټولو ډېر تاریخ لرونکې کرنسي د برتانیا پاونډ سترلینګ دی.
ورپسې د چین یوان راځي. دغه هېواد هڅه کوي کرنسي یې د هېوادونو لخوا د اسعاري زیرمو په توګه هم وکارول شي او په دې موخه له یو شمیر هېوادونو سره پټ او ښکاره تړونونه هم کوي.
د ډالر د بدیل هڅې
د بیلګې په توګه له روسیې، جاپان، هند، شري لنکا او د ختیځې اسیا له ځینو نورو هېوادونو سره یې داسې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي دي چې دوه اړخیز کارو بار کې یوان وکاروي.
د رپوټونو پراساس بیجینګ هڅه کوي چې د واشنګټن او ډالر له مهم ملګري سعودي عرب سره هم ورته تړون لاسلیک کړي چې که بریالی شي د چین لپاره به ترټولو ستره بریا او پرمختګ وي.
سعودي عرب پرچین پریمانه تیل پلوري او د چین ۱۸ په سلو کې خام تیل له سعودي ورځي. د ۲۰۲۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې بیجینګ له ریاضه د څه باندې ۵۵ میلیارد ډالرو په ارزښت خام تیل پلورلي وو، چې که دغه دواړه هېوادونه پر یوان راکړې ورکړې سره راضي شول، ډالر ته به کلک ګذار وي.
یو شمیر نور هېوادونه هم کوښښ کوي چې پر امریکايي ډالر تر ډېره بریده تکیه کمه کړي. مثلا هند او روسیې پر هندي روپیو او روبلو پر راکړې ورکړې راضي شوي. ایران او روسیه پر سروزرو د راکړې ورکړې هوکړه کړې.
هند او متحده عرب اماراتو موافقه کړې چې له تیلو پرته د نورو توکو راکړه ورکړه له ډالر پرته پرخپلو کرنسیو وکړي. بنګله دیش او هند هم په خپلو کې د تجارت لپاره ورته ګامونه پورته کړي دي. برازیل او ارجنټاین په خپلو ملي کرنسیو د دوه اړخیزې راکړې ورکړې تړون لاسلیک کړی دی.