ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۲۳ زرو اوښتی

د عکس سرچینه، Getty Images
د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې د ترکیې په جنوب او سوریې شمال کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۳ زرو اوښتی دی. خو ملګري ملتونه وايي د ناورین ریښتینې اندازه لا هم نه ده معلومه.
ژغورونکي د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي، خو له لومړۍ زلزلې څلور ورځې وروسته هیلې ورو ورو کمرنګه کېږي.
لسگونو زرو کسانو چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي څلورمه سړه شپه په موقتي سرپناه ځایونو کې تېره کړې ده.
د موټرو کمښت، لوجیستیکي خنډونو او د سړکونو خرابوالي هم ځپل شویو سیمو کې د ۱۰۰ زره یا تر دې د ډېرو مرستندویانو هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا د پېړۍ تر ټولو ستر ناورین بللی.
بل خوا د نړیوالو بشردوستانه مرستو د راټولو لړۍ روانه ده.
نړیوال بانک پنجشنبه ترکیې سره سملاسي د بنسټیزو زېربناو د رغولو مالي تامین او د اغېزمنو شویو خلکو د ملاتړ په ګډون د ۱ اعشاریه ۷۸ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې د ناورین بشپړ اړخونه کرار کرار رابرسېره کېږي، په ځانګړې توګه سوریه کې چې د څو کلونو کورنۍ جګړې پکې وار له مخه هر څه تباه کړي.
د ترکیې او سوریې لروبر لسګونه زره کسانو چې زلزلې یې کورونه نړولي، څلورمه شپه سړه هوا کې تر لنډمهاله سرپناو لاندې تېره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې سویل ختیځ کې یوه کورنۍ چې زلزلې یې کور نړولی او اوس یې یوه سپورتي کمپلکس اړولي، وایي مرستندویان له زلزلې درې ورځې وروسته هم نه دي ور رسېدلي.
دوی بي بي سي ته ویلي ډېر خلک تر ویجاړیو لاندې ایسار پاتې دي او ډېر نور له سړو مړه کېږي.
له دې سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که مرستندویان "ډېر ژر" سرپنا، خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی ونه مومي، نو د دویم بشري ناورین احتمال ډېر دي.





















