د پروېز مشرف ژوند او واکمني؛ هغه په افغان جګړه کې د امریکا یو مهم ملاتړی بلل کېده

د خپرېدو وخت

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د خپلو ځینو ناندرېزه پرېکړو لکه د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې، محکمو او سختې ناروغۍ له کبله ډېر وخت د خبرونو سرټکی و.

دی له هند سره د کارګل له جګړې نیولې بیا د نواز شریف واکمنۍ تر ړنګولو او د پاکستان ټول واک په خپل لاس کې نیولو له امله د دغه هېواد د ملکي او نظامي تاریخ یوه مهمه برخه جوړوي.

پروېز مشرف د پاکستان له جوړښت مخکې د ۱۹۴۳م کال اګست په ۱۳مه ډیلي کې زېږیدلی و، د پاکستان له جوړښت وروسته یې له خپل مور او پلار سره هجرت وکړ او کراچۍ ته وکوچېد.

پلار یې د بهرنیو چارو وزارت یو مامور و له دې کبله یې لومړنۍ زده کړې د ترکیې په انقره کې وکړې او لوړې زده کړې یې په کراچی، لاهور او کوټه کې بشپړې کړې، هغه د بریتانیه په رایل کالج کې هم دفاعي زدکړې کړي وې.

پروېز مشرف په ۱۹۶۱م کال کې په پوځ کې شامل شو او د پاکستان په ګټه یې د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کالونو جګړو کې ګډون وکړ او شهرت یې وموند.

جنرال پروېز مشرف د نواز شریف واکمنۍ پر مهال په ۱۹۹۸م کال د پاکستان د پوځ لوی درستیز شو، خو یو کال وروسته یې پر نواز شریف کودتاه وکړه.

پروېز مشرف له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۸ کاله پورې کابو ۹ کاله د پوځ مشر و په ورته مهال نوموړی په ۲۰۰۲م کال کې د رېفرنډم له لارې د پاکستان لسم ولسمشر وټاکل شو، او په ۲۰۰۴م کال کې یې د مسلم لیګ ملاتړ تر لاسه کولو وروسته یې قانون بدل او د پنځو نورو کالو لپاره هم د دغه هېوا ولسمشر پاتې شو.

مشرف په سیمه کې د امریکا یو مهم ملاتړی

په امریکا د القاعده له بریده وروسته پروېز مشرف د امریکا هغه ناندریز وړاندیز ومانه چې له مخې یې پاکستان له امریکا سره د افغان جګړې یو مهم ملاتړی اعلان شو.

نوموړی په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جګړې د پیل یو مخکښ لاروی بلل کیږي.

په افغانستان کې د جګړې لپاره امریکا او متحدینو ته د پاکستان د هر ډول ملاتړ اعلان ور هاخوا افغان جګړې ته وسایل د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کیدل.

سره له دې چې هغه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې پاکستان ښکیل او ځان یې د امریکا ملاتړی باله خو د افغانستان له لوري پر پروېز مشرف او پاکستاني حکومت تل نیوکې کېدې.

پر هغه تور و چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره رېښتینی نه دی، پر پروېز مشرف دا تور هم وه چې په پاکستان کې یې وسله والې ډلې له ملاتړ برخمنې دي.

له پوځ وروسته د هغه تر ټولو ډېره باوري ملګرتیا له امریکا سره وه او د امریکا لپاره یې د ترهګرۍ وړاندې جګړه کې د پام وړ خدمتونه کړي، مشرف پخپل کتاب کې واضح اعتراف کړی چې هغه د ترهګرۍ ختمولو لپاره ان پاکستانیان لاس نیولي امریکا ته سپارلي.

دی که څه هم له امریکايې ډېرو چارواکو سره په اړیکه کې وه خو له ۲۰۰۵م کاله وروسته د امریکا لخوا هم د ده په حکومت داسې تورونه ډېر شول چې له ترهګرۍ سره دوه ګونی او پخپله خوښه چلند کوي.

په لال مسجد د عملیاتو اعلان

له سیمې او نړۍ ور ها خوا په هېواد کې دننه هم د هغه ځينې کړنې تر سختو نیوکو لاندې وې، د بېلګې په ډول د ولسمشرۍ پر مهال یې په ۲۰۰۷م کال کې د قانون خلاف داسې ګام اوچت کړ چې وروسته نوموړي ته ډېر ګران پرېوت، هغه د سترې محکمې اکثره قاضیان په کور کښېنول چې وروسته بیا دا کار په لوی جنجال بدل شو او په هېواد کې د محکمو او قاضیانو د خپلواکۍ خوځښت پیل شو.

له دې کار څو میاشتې وروسته نوموړي په اسلام اباد کې د لال مسجد په نوم مشهور جومات د محاصرې امر وکړ، چې بیا په دې جګړه کې له ۱۰۰ ډېر خلک ووژل شول، په دې جومات تور و چې خلک سختو شرعي کارونو او ترهګرۍ ته هڅوي.

د دې پېښې وروسته په پاکستان کې د سخت دریزۍ یوه بله څپه پیل شوه او مشرف د حالاتو کابو کولو او د واکمنۍ غځولو لپاره په دغه هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ خو په ۲۰۰۸م کال کې د ده یوه ملاتړي ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې، وروسته د دې لپاره چې دی له سختو نیوکو بچ شي او هېواد یې ژغورلی وي د ۲۰۰۸م کال اګست په ۱۸ نیټه یې له دندې استعفا وکړه او جلا وطن شو.

هغه له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې بیا پاکستان ته ستون شو چې په ټاکنو کې ګډون وکړي خو دا ځل د محکمو له سختو پرېکړو سره مخ و، تر دې چې محکمې نوموړی غدار ونوماوه او د اعدام سزا یې ورته اعلان کړه.

له دې وروسته د پاکستان دغه ټولواکه واکمن تر ډېره په لندن او دبی کې اوسېده او سخت ناروغ و.

تېر کال د جون په میاشت کې د پروېز مشرف میرمنې په یوه بیان کې ویلي و "دی د خراب روغتیايې وضعیت په داسې پړاو کې دی چې جوړیدل یې ناشوني دي د هغه د بدن غړي یوه پر بل پسې کار پرېږدي."

د مشرف کورنۍ لخوا په خپاره شوې پیغام کې له خلکو غوښتنه شوې وه چې د هغه ژوند اسانه کېدو ته دعا وکړي.

د مېرمن په باور یې دغه پخوانۍ پوځي مشر د اېمېلوډېیوسس په ناروغۍ اخته و، د دې ناروغۍ له کبله په بدن کې د پروټینو مالیکول له کاره لویږي، د روغتیا نړیوالې ټولنې دا یوه ناعلاجه ناروغي بللي.

پروېز مشر له اوږدې ناروغۍ او پرلپسې درملنې وروسته د فبرورۍ په پنځمه د دبی په یوه امریکایې روغتون کې ومړ.