افغانستان کې د یخنۍ څپه: د مړو شویو شمېر ۱۷۵ ته لوړ شوی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په افغانستان کې د طالبان حکومت وايي، په دغه هېواد کې د سړې څپې له امله د مړو شویو کسانو شمېر اوس ۱۷۵ ته رسېدلی دی.
د طالبانو د سرې میاشتې ریاست وايي، یخنۍ نژدې ۸۰ زره څاروي هم وژلي دي.
د افغان سرې میاشتې چارسمبالی مشر مولوي مطیع الحق خالص وايي "تر دمګړۍ په ټول هېواد کې د ژمي د سختې څپې له امله، سړې هوا، ګاز نېونې او اورښتونو ۱۷۵ تنه هېوادوال شهیدان کړي دي، شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي"
د کمسارې سړې هوا له امله د مړو شویو شمېر داسې مهال ډېرېږي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو ځپونکو تګلارو له امله نړیوالې مرستې کمې شوې او ان ځینو خیریه ټولنو خپلې چارې ځنډولې دي.
ښاغلی خالص وايي "اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰ میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري" چې د نوموړي په ټکو خیریه ټولنې "د بشري ناورین" د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د افغان سرې میاشتې د مالوماتو له مخې په بامیان، پنچشیر، نورستان، پروان، دایکنډي، سرپل، غور او ځېنې نورو ولایتونو کې لا هم د یو شمېر ولسوالیو او ښارونو ترمنځ واورو لویې لارې تړلې دي.
د مولوي مطیع الحق خالص په وینا، د سړې هوا له امله د خوراکي توکو ترڅنګ، درملو ته هم د خلکو اړتیا ډېره شوې.
د افغان سرې مياشتې دغه مشر له نړیوالو د مرستو د ډېروالي غوښتنه کوي. خو ګڼو خیریه ادارو په افغانستان کې وروسته تر هغه د مرستو کچه د پخوا پرتله کمه کړې چې د طالبانو حکومت په تېر ډېسمبر کې پوهنتوني نجونې له زدکړو منع کړې او په این جیوګانو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
له دغو بندیزونو وړاندې نژدې هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیونه نغدې مرستې وړل کېدې خو اوس د ډېسمبر له نیمايي راهیسې یوازې یو ځل دغه نغدې مرستې افغانستان ته وړل شوي دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
که څه هم ملګري ملتونه په ښکاره نه وايي چې افغانستان ته د نغدو مرسته اندازه کمه شوې خو په یوه نیمه میاشت کې له یو ځل مرستو استولو داسې ښکاري چې د پخوا پرتله دغه مرستې کمې شوې دي.
د افغان سرې میاشتې مشر هم له نړیوالو غواړي چې "په نغدي مرستو لګېدلی بندیز پای ته ورسوي"
د افغاني سرې میاشتې ادارې ویاند عرفان الله شرف زوی بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، اوسمهال دوی خپل چوپړونه پراخ کړي، نو ځکه زیات ملاتړ ته هم اړتیا لري، ځکه دغه اداره هغه شان پیاوړې نه ده چې ټولې دغه چارې هغه شان چې اړینه ده ترسره کړي. ښاغلی شرف زوی وايي دوی له ژمي وړاندې له نړیوالو د ۹۰ میلیونه سویسي فرانکو چې نژدې سل میلیونه ډالر کېږي غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د وګړو یوه لویه برخه پر نړیوالو مرستو پايي او یو باور دا دی چې د طالبانو د تګلارو له امله د مرستو دبندیز اغېز له لویه سره هغه افغانان ځپي چې د نړۍ کومکونه یې یوازینۍ هيله ده.




















