تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند امنیتي ځواکونه ولې د پاکستان پولو ته نږدې پوځي تمرینونه کوي؟
د هند پوله ساتی ځواک (بي ایس ایف) له پاکستان سره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر، راجستان او ګجرات سرحدونو کې اوه ورځني دفاعي پوځي تمرینونه کوي چې د "اپس الرټ" په نوم یادیږي.
د هند سرحدي امنیتي ځواکونه وايي، د دې تمرینونو موخه د جنورۍ په ۲۶ د هند د جمهوریت ورځې په تړاو د دې هېواد پر ضد د احتمالي بریدونو مخه نیول وو.
هند تر اوسه په مستقیمه توګه له سیاسي یا پوځي پلوه د پاکستان نوم نه دی اخیستی، خو دا لومړی ځل دی چې د هند او کشمیر سرحدي ښارګوټي او ښارونه د جمهوریت ورځې له لمانځلو مخکې، کلابند او د تلاشۍ له عملیاتو سره یو ځای په پولو کې دفاعي تمرینونه کوي.
د هند له خوا پر پوله د وسله وال تاوتریخوالي ویره په داسې وخت کې څرګندیږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د اړیکو د ښه کولو لپاره د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د "با معنی خبرو" وړاندیز کړی دی. د دغه وړاندیز په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له دواړو هېوادونو غوښتي چې په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره خپلې اړیکې ښې کړي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بي ایس ایف یوه جګپوړي افسر بي بي سي ته ویلي، هغه څه چې په سیاسي ډګر کې تېرېږي، پرته له هغه "موږ دا تمرینونه له مخکې چمتووالي په توګه پیل کړي دي."
بي بي سي په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت او د پوځ د عامه اړیکو له څانګې سره اړېکې نیولي، خو د دواړو ادارو له لوري کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
د يادونې وړ ده چې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د ګجرات او بارمير برخو کې پوځي تمرینونه پیل شوي او د جنورۍ تر ۲۸مې نېټې به دوام وكړي.
د هند د کورنیو چارو وزارت له وړاندې په دې ځایونو کې د څار لوړو برجونو جوړولو لپاره پنځه سوه میلیونه هندي روپۍ تصویب کړي دي.
بي ایف سي ادعا کوي چې "د خطر اندازه له دې اټکل کیدای شي، چې په تیرو څو میاشتو کې د ګجرات له سواحلو ۲۲ پاکستاني کب نیونکي نیول شوي، ۷۹ پاکستاني کب نیونکې کښتۍ نیول شوي او د هند له پولو سره د ۲۵۰ میلیونو روپیو په ارزښت د مخدره توکو د قاچاق هڅې ناکامې شوې دي."
هندي چارواکي په جمو او کشمیر کې د وسله والو بریدونو پړه پر پاکستان اچوي.
د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول کرښې په اوږدو کې د اوربند د ټینګولو لپاره نوې موافقه وشوه او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولو ته څېرمه کړکېچن حالت تر ډېره ارام وو.
شنونکي وايي، د پاکستان او هند پر پولو له اوربند سره سره تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه ده.
په ورته وخت کې، د هند پوځ څرګنده کړې چې پوځ او سمندري ځواکونو یې د هند سمندر په 'کاکي ناډا' کې د چین له پولې سره په خوا اندراپردیش کې د جنورۍ له ۱۷ تر ۲۲مې نېټې د هوایي ځواکونو ګډ تمرینونه ترسره کړي.
د هند پوځ د وياند په وينا، "د دغو تمرينونو موخه د پوځ د ټولو قطعاتو چمتو کول دي چې په ګډو دفاعي فعاليتونو کې برخه واخلي."
دا تمرينونه په داسې وخت کې شوي چې دغه هېواد د هند په سمندر کې د چين د پوځي مداخلې پر وړاندې سخت غبرګون ښوولی دی.