تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې پوځ ته د نویو کسانو د ګومارلو پر طرحې لانجه
هند کې پوځ ته د نویو کسانو ګومارلو په برخه کې د اګنيپت په نوم یوې تګلارې پر ضد لاریون کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
لاریون د هند جنوبي ایالت تېلنګانا په سکندر اباد ښار کې شوی و او هغه وخت په تاوتریخوالي واوښت چې پولیس او لاریونوال سره ونښتل.
د رپوټونو له مخې پولیسو پر خلکو ډزې وکړې خو دا لا نه ده مالومه چې ایا دا وژل شوی کس په مرمۍ لګېدلی او که د مرګ لامل یې بل څه و.
په ګڼو ایالتونو کې د پوځ د هغه پلان پر ضد پراخې مظاهرې شوي چې له مخې یې دوی ویلي وو ټولو نویو ټاکل شویو پوځیانو ته به څلور کلن قراردادونه ورکوي.
احتجاج کوونکو ویلي، پوځ کې لنډ مهاله ګمارنې به یې د دې مخه ونیسي چې په راتلونکي کې دایمي پوځي دندې ترلاسه کړي او د عاید یوه خوندي سرچینه ولري.
د هند په کوچنیو کلیو کې ځوانان دې ته په چمتوالي کلونه تېروي چې د هند پوځي ځواکونو سره دنده ترلاسه کړي. د ډېرو لپاره دا د ښه عاید او له بې وزلۍ د وتلو یوه غوره لاره ده. له همدې امله د هند په ګڼو ایالتونو لکه بېهار، تېلنګانا، اتر پردېش او جنوبي بنګال کې خلک د دې پلان پرضد سړکونو ته راوتلي.
تېلنګانا او بېهار کې لاریونوالو د ښاري ټرانسپورټ بسونه او د اورګاډو ډبې په نښه کړي او اور یې وراچولی دی.
د اګنیپت په نوم دا نوې طرحه د ۱۷ او ۲۱ کلونو تر منځ هندي ځوانانو لپاره ده چې غواړي پوځ کې دنده واخلي.
د تګلارې له مخې بریالیو کسانو ته څلور کلن قراردادونه ورکول کېږي او وروسته بیا له دوی یوازې ۲۵ سلنه کسان دایمي دندې ترلاسه کوي،
نوي نیول شوي پوځیان به شپږ میاشتې روزل کېږي او له هغه وروسته به درې نیم کاله ماموریت ته استول کېږي. په دې موده کې به یې معاش ۳۰ زره (۳۸۴ ډالره) هندۍ کلدارې وې چې د څلور کلنې دورې تربشپړېدو به ۴۰ زرو ته ورسېږي.
د هند پوځ وايی دا رېفارم یا سمون اړین دی چې په معاش او تقاعد د لګېدونکو پیسو کچه ورسره راکمه کړای شي او پر مټ يې دوی وکولی شي سپما شوې پیسې د پوځي ځواکونو په عصري کولو ولګوي.
د دې طرحې پر وړاندې لومړي لاریونونه د اوونۍ پیل کې بېهار او اترپردېش ایالتونو کې شوي وو چې اوس ځینو نورو ایالتونو ته هم غځېدلي دي.
شنونکي وايي چې دا نوې طرحه کېدلی شي د هند پوځي ځواکونه کمزوري کړي او هېواد کې د بې کارۍ کچه هم لوړولی شي.