ځینې طالبان پر ټوېټر خپلو پاڼو ته نیلي نښې اخلي؛ طالبان وايي د 'جعلي اکونټونو مخه نیسي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو ځینو مشهورو څېرو پر ټوېټر پاڼو د پيسو په بدل کې اسماني یا نیلي‌ رنګ نښې پېرل پیل کړې دي. طالبان بیا وايي، د توېټر نیلي نښه د جعلي اکونټونو د جوړېدو مخه نیسي.‌

پخوا دغه نیلي رنګ نښه د هغو کسانو د ټوېټر په اکونټونو کې فعالېده چې پاڼې به یې د باور وړ وې،‌ فعال به وو او چارې به یې د خلکو په ګټه وې.

په تېر وخت کې دغه نښه نه پېرل کېده،‌ خو اوس د توېټر کاروونکي کولای شي‌ د ټوېټرو د ځینو نورو ځانګړو په ګډون دغه نښه هم په پیسو واخلي.‌

له هغې راهیسې چې دغه بهیر پیل شوی،‌ د طالبانو د حکومت ګڼو غړو او ځینو مهمو پلویانو یې دغه نښې د پیسو په بدل کې اخیستې دي.

د طالبانو یو مهم پلوی چې ظاهرا نن سه شنبه یې پر ټوېټر پاڼه دغه نښه ښکاره شوې، مبین دی. مبین چې ځان ته "ستر جنرال مبین" وايي،‌ پر ټوېټر څه باندې ۴۰۰ زره فالورز لري.

دغه ځان جوړي‌ جنرال د نیلي‌ نښې له پېرلو وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي‌ "ټولو مبارزینو نه نړۍ مننه. مبارکي راکړئ، ایلون مسک سره زما مجلس ډیر ښه نتیجه ورکړه او وعده یې راکړه چی ټول مبارزینوته شین ټاکی ورکوم"

ښاغلی مبین چې د طالبانو په ټیټ پوړو پلویانو کې یوه مشهوره څېره بلل کېږي، ښايي له ایلون مسک سره یې د کتنې خبره په ټوکو کړې وي.‌

د طالبانو په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې پر رسنیو د څار کمیسیون مشر مولوي عبدالحق حماد هم له هغو طالب مشرانو دی چې همدې ورځو کې یې د توېټر اسماني نښه پېرلې ده.

ښاغلي حماد بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د ټوېټر نیلي نښه د "بل چا په نوم د جعلي اکونټونو د جوړېدو مخه نیسي او د شخصیتونو باور ته هم ګټه لري."

ښاغلی حماد چې ډېر وخت رسنیو سره په بحثونو او مرکو کې هم برخه اخلي، پر ټوېټر نژدې ۱۷۰ زره فالورز لري.

نوموړی وايي "د پيسو اړخ یې دومره مهم نه دی، د دومره لوړو اهدافو لپاره په میاشت کې ۹۰۰ افغانۍ مصرفول، فکر کوم د هر افغان په وس پوره ده."‌‌

د طالبانو حکومت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مشر هدایت الله هدایت هم پر ټوېټر نیلي نښه لري.‌ له نوموړي دوه اوونۍ وړاندې دغه نښه ظاهرا وروسته له هغه بېرته لېرې کړل شوې وه چې ځینو کسانو یې پرضد له ټوېټره غوښتنه کړې وه چې طالب چارواکو ته دې دغه ځانګړې نښې نه ورکول کېږي.‌

خو روښانه نه ده چې د ښاغلي هدایت له حسابه دغه نښه د ځینو خلکو د شکایتونو پر بنسټ د لنډې مودې لپاره لېرې کړل شوې وه، او که دلیل یې بل څه و.‌

ښاغلی هدایت پر ټوېټر نژدې ۱۸۷ زره فالورز لري‌ چې د خپل حکومت د کړنو په اړه مالومات پرې خپروي.‌

د طالبانو یوه بل مشهور ملاتړي محمد جلال چې ډېر وخت په انګریزي‌‌ ژبه له طالبانو سره تړلي‌ مالومات خپروي،‌ د ټوېټر نوی څښتن ایلون مسک ستایلی او وايي‌ "ټویټر یې بیا عالي کړ"‌

د ۲۰۲۱ کال په اوکټوبر کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ‌ ټرمپ ټوېټر حساب وروسته له هغه وځنډول شو چې ملاتړو یې د دغه هېواد پر کانګرس چپاو وروړ.

ښاغلي ټرمپ هغه وخت ویلي‌ وو "موږ په یوه داسې نړۍ کې اوسېږو چې طالبان پر ټوېټر پراخ حضور لري،‌ خو ستاسې د خوښې ولسمشر خاموشه کړل شوی دی. دا د منلو نه ده."

د پيسو په بدل کې د ټوېټر د نیلي‌ نښې او ځینو نورو ځانګړنو پېرل په تېر ډېسمبر کې پیل شول.‌ که هر څوک د دغې نښې اخیستل غواړي، باید په بدل کې یې ټوېټر ته ۸ ډالره ورکړي،‌ خو که په اپل الو کې کارول کېږي،‌ بیا یې ۱۱ ډالرو ته بیه لوړېږي.‌

په پیسو د اسماني‌ نښې له پېرلو وړاندې هېڅ مهم طالب مشر او یا یې مهم پلوي دغه نښه نه لرله.‌ کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول،‌ آن د ځینو وزارتونو ویب پاڼې وتړل شوې.

بي بي سي ته ځینو طالب سرچینو ویلي، آن د وټس اپ هغه ګروپونه هم ډېر وخت تړل کېږي چې طالبان پکې خپل منځي پیغامونه تبادله کوي.

‌ طالبان ټوېټر د خپلو مهمو پیغامونو د رسونې لپاره کاروي‌ او آن د جګړو پرمهال یې مهمې اعلامیې او خبرونه د همدې خواله رسنۍ له لارې خپرولې.