ملګري ملتونه وايي د اوزون طبقه ښايي لسیزو کې بېرته ورغېږي

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي، د اوزون طبقې په ژغورلو او بېرته رغولو کې انساني هڅو ته تمې پیدا شوي او ښايي‌ په څو لسیزو کې بېرته ورغول شي.

د یوې سترې څېړنې پایلې ښيي‌، هغه تړون تر دې دمه بریالی روان دی، چې په ۱۹۸۷ کال کې د زیان رسوونکو کیمیاوي موادو د کارولو د مخنیوي په موخه د یو شمېر هېوادونو تر منځ شوی.

د اوزون طبقه د ځمکې د اتموسفیر یوه نازکه پرده ده چې له لمره د الټرا وایلټ وړانګو ډېره برخه جذبوي.

که دا پرده تخریب شي دغه وړانګې ځمکې ته رارسېږي او د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند ګواښي.

د الټرا وایلټ وړانګې ډي اېن ای ته زیان رسوي، د بدن پوټکی سوځوي او په اوږد مهال کې بیا د پوټکي د سرطان ګواښ زیاتوي.

د اوزون د طبقې تخریب په ۱۹۷۰ لسیزه کې پیل شو او وروستیو کې یې په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې شوې.

کلورو فلورو کاربنونه چې معمولا د سپرې په قطي ګانو، یخچالونو او ایرکنډېشن کې موندل کېږي د اوزون طبقې د تخریب لاملونه په ګوته شوي.

په ۱۹۸۵ کال کې په دغه طبقه کې د ساینس پوهانو له خوا یو سوری وموندل شو، دوه. کاله وروسته یې بیا د بیا رغولو لپاره د ۴۶ هېوادونو تر منځ د مونتریال نړیوال تړون لاسلیک شو.

او ژمنه یې وکړه چې ورور ورو به د زیان رسوونکو کیمیاوي موادو کارول بندوي.

یاد تړون وروسته د ملګرو ملتونو لومړی تړون شو چې نړیوال تصویب یې ترلاسه کړ او نږدې ۹۹ سلنه هغه مواد توکي کم شوي چې اوزون طبقې ته یې زیان رساوه.

د اوزون طبقې د سویل قطب دغه سوري تر ۲۰۰۰ کاله پراخ شو او له هغې وروسته یې د مخنیوي او بېرته رغولو لپاره هڅې پیل شوې.

اوس د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا په چمتو شوي رپوټ کې راغلي چې د مونتریال هوکړې زموږ د تمې سره سم روانه ده او ښه والی پکې لیدل کېږي.

دوی وايي، که دغه پالیسي په همدې بڼه دوام وکړي اوزون طبقه به بېرته خپل پخواني حالت ته وګرځي او و به رغېږي.

د اوزون طبقې خوندي کول او بیارغونه د نړیوالې تودوخې د مخنیوي په برخه کې مثبت رول لوبولی ځکه هغه کیمیاوي مواد چې کارول یې کم شوي له قوي شین کوړیزو غازونو څخه دي.

ساینس پوهانو موندلې چې که دغه کیمیاوي مواد په همدې بڼه کم وکارول شي د پېړۍ تر نیمايي به د ځمکې تودوخه ۱ سانتي ګراد راکمه شي.

سره له دې چې دغه رپوټ تمې زیاتې کړي او ستایل شوی خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي او وايي‌سره له دې چې دې برخه کې هڅې رونې دي خو د اوزون د طبقې په رغېدو کې د دوامداره پرمختګ تضمین نشته.