د هندۍ ممثلې تونیشا شرما مړینې غبرګونونه را پارولي

د خپرېدو وخت

په هند کې د تلویزیوني ممثلې مړینه، د مذهبي لاسوهنې تورونو او د هغې د پخواني ملګري نېول کېدو د خبرونو سرټکي ګرځېدلي.

تونیشا شرما د خپلې خپرونې (علي بابا داستان کابل) د ستډیو په تشناب کې مړه موندل شوې.

د هغې تر مرګ یوه ورځ وروسته یې همکار او پخوانی ملګری شیزان خان د پولیسو لخوا ونیول شو. د شرما مور هغه د "ځان وژنې په هڅولو" تورن کړ. هغه څه چې شیزان خان یې ردوي.

د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي، اغلې شرما ځان وژنه کړې ، او دوی یې د لامل په اړه پلټنې کوي.

د دغې شل کلنې ستورې مړینې، د هند هنري صنعت ته ټکان ورکړی، ځکه هغه ځلېدونکې ستورې وه او په ټولنیزو رسنیو کې یې ډیر مینه وال درلودل.

اغلې شرما له مړینې څو ساعته مخکې په انسټاګرام کې خپل یو عکس خپور کړی وو چې تر اته سوه زرو ډېرو کسانو خوښ کړی او په زرګونو تبصرې پرې شوي.

د هند رسنیو د دغې پېښې پوښښ ته ډېر پام کړی دی. د شرما له دوستانو او ملګرو نیولې د کورنۍ تر نژدې غړو سره مرکې شوې، چې که په اصلي کیسه پوه شي.

تونیشا شرما د هند په شمالي ښار چندیګړ کې زېږیدلې وه، او له تنکۍ ځوانۍ یې د فلمي ستورې کېدو خوبونه لیدل.

هغې له ۱۳ کلنۍ په ټلویزیوني خپرونو کې د ممثلې په توګه کار پیل کړ او ورو ورو یې لویو پردو ته لار ومونده. په ځینو فلمونو کې د هند مشهورو فلمي ستورو لکه کتیرنا کېف او ودیا بالن سره په فلمونو کې رول ولوباوه. نوموړې په وروستي رول کې د فولکلوري کیسې علي بابا او څلوېښت غله خپرونه کې وه چې هغې پکې د شهزادګۍ رول لوبولی وو.

د خان او شرما د کورنۍ غړو د دغې جوړې د اړیکو په اړه له رسنیو سره ځینې جزییات شریک کړي او پر یو بل یې د سوداګرۍ تورونه هم لګولي دي.

د راپورونو له مخې، اغلې شرما او خان له څو میاشتو راهیسې اړیکه سره درلوده، خو پولیس وايي، د هغې تر مړینې ۱۵ ورځې وړاندې دوی سره جلا شوي وو.

دوی وايي چې د دوی جلا کېدو، دغه ممثله تر "سخت فشار" لاندې راوستې وه او ښايي له همدې امله یې دا پرېکړه کړې وي.

خو د خان خویندو، د هغه وکیل او مور یې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې پر هغه لګېدلي تورونه ټول رد کړل، چې ګواکې هغه مخدره توکي اخیستي، معاملې یې کړې یا یې پر شرما برید کړی دی.

د شرما تر مړینې سمدستي وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په حجاب کې د هغې یو عکس خپور شو. چې د ډېرو د غصې لامل شوی.

خو د خان خور هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دوی شرما دې ته مجبوره کړې وه چې حجاب واغوندي او ټینګار یې وکړ، چې دا عکس د هغې له پروګرام څخه وو.