د رنبیر کپور او عالیه بټ واده او د بالیووډ مبارکۍ پیغامونه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

اټکل کېږي چې د هندي فلمي ستورو رنبیر کپور او عالیه بټ واده مراسم به د بالیوډ په تاریخ کې له خورا پرتمینو مراسمو یو وي.

د ګڼ شمېر هندي رسنیو سرلیکونه د همدې واده په هکله دي، چې تمه کېږي چې پر پنجشنبه به په کې مشهور هندي شخصیتونه مېلمانه وي.

پر ټویټر هم دا د سر له موضوعاتو یوه ده او ګڼ شمېر هندیان پر خواله رسنیو فلمي جوړې ته د مبارکۍ پیغامونه خپروي.

د یادونې ده، چې دواړه هندي ممثلین د بالیووډ مشهورې څېرې دي او په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري.

د رنبیر کپور مور نیتو سینګ چې خپله هم یوه مخکینۍ ممثله ده، پر چهارشنبه د واده مراسمو نېټه تایید کړه، چې د ممبۍ په یوه ګران بیه سیمه کې به د کپور کورنۍ په پلرني کور کې تر سره شي.

د کپور او بټ لومړی شریک فلم 'براهماسترا ' به د سږ کال په وروستیو کې نندارې ته وړاندې شي.

په دې فلم کې د دوی شریک ممثل او بالیووډ ستوري امیتاب بچن په یوه انسټاګرام پیغام کې دواړو ته د ژوند شریک سفر په مناسبت د مبارکۍ پیغام استولی.

په داسې حال کې چې د هند فلمي نړۍ ګڼ شمېر مخکښانو دې جوړې ته د مبارکۍ پیغامونه استولي، د دواړو کورونو مخې ته ډېر مینه وال د دوی لیدو لپاره راټول شوي وو او د کپور کور مخې ته امنیتي کسان ګومارل شوي وو.

ان له واده څو ورځې مخکې په دې مراسمو کې د ګډونوالو کسانو نومونو او د جوړې کالیو په تړاو پریمانه تبصرې کېدې.

بل لور رپوټونو کې ویل شوي، رنبیر کپور او عالیه بهټ پرېکړه کړې، چې واده مراسمو کې به یوازې دوستانو او کورنیو غړو ته د ګډون بلنه ورکوي، چې ډېری یې خپله هم فلمي ستوري دي.

د رنبیر کپور ترلې کرینه کپور خان او کرشمه کپور له یو شمېر نورو خپلوانو سره د چارشنبې پر ورځ د دوی (نکریزو) مراسمو کې هم ګډون کړی و.