تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو وزیر څرګندونو ته غبرګونونه؛''امان الله خان نړۍ سره سیالي غوښته''
پر خواله رسنیو د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم اړوند هغې وېډیو چې د نجونو زدکړې پکې له افغانیت سره په ټکر کې بولي، پراخ غبرګونونه پارولي دي.
ښاغلی ندیم په دغې ویډیو کې پر پاچا امان الله خان نیوکې کوي او وايي " امان الله خان څه وکړل، ولاړ پر غریبانو او کافرانو وګرځېد او له هغې خوا یې دا فورموله راوړه چې ښځې ولې په کورونو کې ناستې دي او مکتبونو ته نه ځي."
هغه د امان الله خان له خوا زدکړو ته د ښځو هڅونه "افغانستان ته عیاشي او فحاشۍ نسخې راوړل'' بللي او وايي محمد ظاهر شاه هم همدا تګلاره مخ ته یوړه، چې په وینا یې عالمان یې پر وړاندې ودرېدل.
نوموړی په دغه وېډیو کې وايي، طالبان هم دغه ډول زدکړې نه مني، ځکه د هغه په وینا "زموږ له اسلام، افغانیت او غیرت سره په ټکر کې دي."
د ښاغلي ندیم دغې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
محب الرحمان پر فیسبوک لیکلي "دا خلک دې یو وار د بغدادي پېر ناول ولولي، بیا به په ډیر څه پوه شي چې غازی امان الله خان دې وطن ته فحشا راوړله، او که تعلیم، پوه او که له نړۍ سره یی د وطن سیالي غوښته."
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو بیا ویلي، د طالبانو وزیر دې د خپلو څرګندونو بښنه وغواړي.
د لمر څرک په نامه یوه کس پر ټوېټر لیکلي "خبره اسانه ده، بخښنه دې وغواړي. که يې نه غواړي، د ده همدا نظر دی او د ټول امارت پاليسي يې همدا ده"
خو طالب مشرانو تل ادعا کړې چې د نجونو د زدکړو مخالف نه دي او "مناسب چاپیریال" ورته برابروي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ښاغلي ندیم د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو یو پخوانی ویاند یې وايي، دغه څرګندونې هغه مهال یوه غونډه کې شوي چې د طالبانو اوسنی وزیر د کابل والي و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له تېر څه باندې یوه کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو په هکله ویلي، دا په دې مانا ده چې د نجونو د زدکړو یو ښوونیز کال له لاسه وتلی.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه په خپلې ژمنې نه دي پلي کړي او ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.