پوتین د پوځیانو مېندو ته ویلي په غم کې ورسره شریک دی

    • Author, جارسلایوف لوکایف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د هغو روسي پوځیانو له مېندو سره خبرو کې چې په اوکرایین کې جګړه کوي او ځینې وژل شوي دي وویل: ''موږ ستاسې په درد او غم کې شریک یو. ''

''د زوی له لاسه ورکول هیڅ بدیل نه لري '' او د نوموړي له دې لومړنیو خبرو سملاسي وروسته د ټلوزیون رپوټ تصویر بدل شو. دا مېندې د هغو ډلو غړې دي چې د کریملن پلويتوب کوي.

معترضین وايي، د غونډې لپاره د مېندو انتخاب ته پام شوی.

د یادونې ده، چې په روسیه کې دننه هم پر اوکرایین د ښاغلي پوتین له پوځي یرغل سره مخالفت په ډېرېدو دی. په روسیه کې د داسې مېندو شمېر هم زیات دی، چې شکایت کوي، زامن یې له نیمګړې روزنې، مناسبو کالیو او تجهیزاتو پرته جګړې ته استول شوي.

د امریکا تر ټولو لوړپوړي جنرال مارک میلي په وینا د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته نژدې ۱۰۰ زره روسي او همدومره اوکراییني پوځیان د اوکرایین په جګړه کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

په یوه بې سارې څرګندونه کې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ سپتمبر کې ومنله چې د احتیاط پوځيانو په فعالیتونو کې تېروتنې شوې دي.

د جمعې پر ورځ مسکو ته نژدې په خپل دولتي استوګنځي کې ولسمشر پوتین داسې حال کې یوه اوږده مېز ته ناست ښوول کېده چې شاوخوا کې ورسره ۱۷ تنه ښځې ناستې وې.

د ځینو ښځو تور رنګه ټیکري پر سر وو، چې د غم او ویر سمبول بلل کېږي. ولسمشر دې ښځو ته په وینا کې وویل: ''زه غواړم تاسې پوه شئ چې شخصاً زه او د دې هېواد مشرتابه ټول کسان ستاسو په غم کې شریک دي. ''

نوموړي یوې مور ته وویل، چې زوی یې ''خپل هدف ترلاسه کړی '' دی او ''هسې خوشی نه دی مړ شوی. '' ښاغلي پوتین ویلي، غواړي له دې مېندو سره مخامخ وویني او له دوی د ځمکنیو واقعیتونو په هکله لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي.