تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خورما ونو تر نیمايي ډېر ډولونه د انقراض خطر سره مخ دي
یوې نوې څېړنه کې مالومه شوې چې د خورما یا خجورو ونو تر زرو ډېر ډولونه د لمنځه تللو خطر سره مخامخ دي.
ساینسپوهانو د مصنوعي ځېرکتیا ټکنالوجۍ په کارولو سره د خورما ونو او بوټو کورنۍ ته ورپېښ خطرونه ارزولي دي.
په دې څېړنه کې مالومه شوې چې د خورما کورنۍ څومره او کومې ونې تر خطر لاندې دي.
خورما د نباتاتو یوه ستره کورنۍ ده چې میلیونونو انسانانو ته د خواړو، اوبو او سرپناه برابرولو کې مرسته کوي.
د لندن کیو کې د 'بوټو پېژندنې سلطنتي بڼونو' ډاکتره سیدوني بېلوت چې د دې څېړنې مشره ده وايي، "موږ باید د حیاتي تنوع ساتنې لپاره هر هغه څه وکړو چې وس کې مو دي او په دې د خورما ونو تر زرو ډېر ډولونه هم شاملېږي چې پوهېږو ښايي خطر سره مخ وي."
هغې زیاته کړې چې دغه ونې باید په خپل ځای کې و څېړل شي او مالومات یې په اړه راټول شي.
اغلې بېلوت دا کار د هغو سیمو له اوسېدونکو پرته ناشونی بللی چې د خورما ونې پکې وده کوي او دوی ترې هره ورځ ګټه اخلي.
د دې کورنۍ ونو کې د نخلو، خورما، خجوره، کوپره، دوی تېل او نور شامل دي چې خلکو ته خواړه برابروي او همدا راز د ونې له تنې او څانګو یې مېز، څوکۍ، رسۍ او نور وسایل جوړېږي.
ساینسپوهان اوس د اقتصادي او زینتي اهدافو لپاره د دې کورنۍ د کارېدونکو بڼو د هغو نږدې ځنګلي خپلوانو د انقراض خطر ته اندېښمن دي چې تر اوسه ډېرې کم پېژندل شوي دي.
دوی وايي دغه ځنګلي ونې ځايي اوسېدونکو ته ډېرې مهمې دي، خو ښايي تر هغې وړاندې په بشپړ ډول لمنځه ولاړې شي چې دوی یې پوره وپېژني.
د ورکېدو یا انقراض د خطرونو رسمي څېړنې ډېر وخت او لګښت ته اړتیا لري، او دې د کیو په مشرۍ ډله دې ته اړیستې چې دغه کار لپاره ټنکالوجۍ ته مخه کړي.
د دوی مالومات ښيي چې د خورما ونې تر زرو ډېرې بڼې، چې د دې کورنۍ څه باندې ۵۰ سلنه جوړوي، د انقراض خطر سره مخ دي.
دوی ماداګاسکار، نیو ګیني، فېلېپین، هووايي، بورنېو، جمایکا، ویتنام، وانواتو، نیو کالېډونیا او سولاویسي د خورما ونو ساتنې لپاره د لومړیتوب سیمې ټاکلې دي.
د خورما ونې د ناوړه هوا پر وړاندې ډېر کلکې او له اقتصادي اړخه د نباتانو له ټولو کورنیو مهمې دي.
دغو ونو میلیونونو کسانو ته د خوړو پر برابرولو سربېره ګڼو خلکو ته د سرپناه او کورنیو وسایلو برابرېدو کې هم مرسته کوې.
د طبعیت د اېکولوژۍ او تکامل مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې د نړۍ ۹۲ مختلفو سیمو کې د خورما ونې لږترلږه ۱۸۵ بڼې، چې ګټه ترې اخیستل کېږي، خطر سره مخ دي او ساتنې لپاره یې باید ګامونه پورته شي.