تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هغه کب زړه موندل شوی چې له ډیناسور یې میلیونونه کاله مخکې ژوند کاوه
څېړونکو د یوه کب ۳۸۰ میلیون کلن زړه موندلی، چې لا هم د دې کب په دننه ( فوسیل) کې يې شکل سالم دی.
څېړونکي وايي، زړه چې د وینې پمپ کولو یو اړین غړی دی د انسانانو په ګډون ټولو هغو حیواناتو کې وي، چې ستون فقرات یا د ملا تېر لري.
دا زړه د هغه کب دی، چې ډله یې د ګوګو په نوم یادېږي او دا ډول کبان اوس هېڅ نه شته.
د دې حیرانوونکې موندنې خبر د استراليا په یوه ساینسي ژورنال کې خپور شوی.
پروفیسور کیټ ټریناجستیک بي بي سي ته د هغو حیرانوونکو شېبو په اړه وویل، چې دی او همکاران یې د لومړي ځل لپاره په دې پوهه شول چې د ژوند تر ټولو لوی کشف یې کړی دی.
دی وايي: "موږ د کمپیوټر شاوخوا راټول شوي وو او کله چې موږ پوه شو چې دا یو زړه دی، موږ باور نه شو کولی."
معمولا د نرمو حجرو پر ځای هډوکي په فوسیلونو بدلېږي، خو دا ځای چې د ګوګو په تېږو مشهور دی. دې تېږو (منرالونو) د کب د بدن دننه نرم غړي لکه ینه، معده، کولمې او زړه پټ ساتلي دي.
پروفیسور کیټ ټرینجستیک وايي: "دا زموږ د پرمختګ یوه مهمه شېبه وه."
د ده همکار پروفیسور جان لونګ دا کشف حیرانونکی وباله.
هغه وويل، چې تر دې وړاندې موږ د څارويو د بدن دغو نرمو غړو په اړه معلومات نه درلودل.
ګوګو کب د لرغونو کبانو له لومړۍ طبقې سره تړاو لري، چې پلیسوډرم نومېږي.
دا لومړی ډول کب و، چې ژامه او غاښونه یې درلودل.
له دې کبانو مخکې د کبانو کومه ډله چې وه له ۳۰ سانتي مترو اوږده نه وه خو د پلیسوډرم اوږدوالی تر نهو مترو پورې و.
پلیسوډرم کبان زموږ په سیاره یا ځمکه کې تر ۶۰ میلیونه کاله پورې موجود وو یعنی ۱۰۰ میلیونه کاله مخکې له هغه چې ډیناسوران ځمکه کې را پیدا شي.
د ګوګو کبانو د فوسیلونو له پوښه داسې ښکاري چې څومره تمه کېده له هغه هم د دې کب زړه پېچلی دی.
دا زړه دوه دهلېزه یا دوه خونې لري چې سر په سر دي او دا زړه ډېر د انسان زړه ته ورته دی.
څېړونکي په دې باور دي، چې د کب دا ډول زړه بېرته خپله د کبانو په ګټه تمام شوی او دا سست یا ورو حرکت کوونکی کب یې په یوه چټک ښکار کوونکي کب بدل کړی دی.
پروفیسور لونګ وايي: "دا د دوی لپاره یوه لاره وه، چې پرمختګ وکړي او ښکاري ترې جوړ شي."
بل مهم اړخ یې دا دی، چې د دې کبانو زړه د نورو کبانو پرتله د بدن مخې خوا کې و.
داسې انګېرل کېږي، چې د زړه دا موقعیت د ګوګو کب له غاړې سره تړاو لري په اصل کې سږو ته یې ځای پرېښی چې وده وکړي.
په لندن کې ډاکټره زرینا جوهانسن دا موندنه یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼي او وايي، دا له دې سره مرسته کوي، چې پوهه شو ولې نن ورځ د انسان بدن دا ډول دی.
"ډیری شیان چې تاسو یې په دې کې ګورئ لاهم زموږ په بدن کې شته دي، د بېلګې په توګه ژامې او غاښونه. دا په مخ او شا کې یو ډول د جوړښت لومړنۍ بڼه لري، کوم چې زموږ په بدن کې د لاسونو او پښو په توګه یې وده کړې. "
" پلیسوډرم کې داسې ډېری شیان شته دي، چې نن ورځ زموږ د بدن برخه دي، لکه غاړه، د زړه بڼه او بدن کې د هغه موقعیت."
ډاکټر مارتین بریزیو په وینا، دا کشف د ځمکې پر مخ د ژوند د تکامل یو مهم ګام دی.
نوموړي له بي بي سي سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د دې پایلې په لیدو ډېر خوښ دی.
دی وايي، "هغه کب چې زما همکاران او زه یې څېړو زموږ د تکامل برخه ده. دا د انسانانو او نورو حیواناتو او کبانو د تکامل برخه ده چې په سمندر کې ژوند کوي."