تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سېلابونه؛ د مړینې شمېر له ډېرېدو سره د ناروغیو خپرېدو خبرداری
پاکستان کې د طبیعي پېښو پر مهال د بېړنیو مرستو مدیریت ادارې (این ډي ایم اې) مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ نور کسان مړه شوي دي.
مسوولین وايي، ډېر کسان په سند ایالت کې مړه شوي. د مسوولینو په وینا د سېلابونو له کبله تر اوسه پاکستان کې ۱۳۱۴ کسان مړه شوي او ۱۲۷۰۳ کسان ټپیان شوي دي.
په مړو شویو کسانو کې ۴۵۸ ماشومان، ۲۶۲ ښځې او ۵۸۵ نارینه شامل دي. این ډي ایم اې مسوولین وايي، د پشکال سختو بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې ټولټال ۲۴۶ پلونه نړولي، ۵۷۳۵ کیلومتره پاخه سړکونه یې له منځه وړي او دغه راز څه باندې پنځه اویا زره څلور سوه څاروي وژل شوي دي.
د دې سېلابونو له کبله پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه کورونه نړېدلي، یا زیان ورته رسېدلی او ټولټال ۳۳ میلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي.
د بي بي سي خبریاله میرلین توماس په خپل رپوټ کې د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنې د مسوولینو له قوله وايي، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.
بل لور په ملګرو ملتونو سازمان کې د ماشومانو اداره یونسف مسوولین وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له کبله ګڼ شمېر ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
د دې ادارې یو مسوول عبدالله فاضل په دې هکله وايي: ''اوس د کولرا، نس ناستي، ډینګي او ملریا په ګډون ډېر خطر د هغو ناروغیو له کبله رامنځته شوی، چې د ناپاکو اوبو له کبله پیدا کېږی. ''
د پاکستان یو وزیر احسن اقبال وايي، هېواد یې د وسایلو دومره سرچینې نه لري، چې د دې ستر ناورین له قربانیانو سره بشپړه مرسته وکړي. نوموړی دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستره طبیعي پېښه بولي چې د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې ده.
اټکلونه ښيي دې سېلابونو پاکستان ته لږ تر لږه د ۱۰ میلیاردو ډالرو مالي زیان اړولی، چې وار له مخه له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان هېواد دی. په دې هېواد کې نژدې نیمايي کروندې له منځه تللې او ګڼ شمېر پاکستانیان د خوړو سخت لږوالي سره مخامخ دي.