پلورنځي سره د تښتولې الوتکې جنګولو ګواښ؛ امریکایی سړی نیول شوی

د عکس سرچینه، Mary Ellen Rogers
امریکا کې پولیسو یو سړی له دې کبله نیولی چې له والمارت پلورنځي سره یې د تښتولې الوتکې د جنګولو ګواښ کړی و.
پولیس وایي دا سړی چې کوري واین پټرسن نومېږي، په سترې غلا او ترهګریز ډوله ګواښونو تورن شوی دی.
ښاغلي پټرسن د میسیسپي د توپېلو ښار یوه کرونده کې د الوتکې تر راکښته کولو وړاندې څو ساعته هوا کې دورې وهلې.
د هغه ګواښونو پولیس اړ کړي و چې د والمارت له یو ځايي پلورنځي او ور څېرمه نورو هټیو خلک وباسي.
د توپېلو پولیسو ویلي دغه سړي یوه ځايي هوايي ډګر کې کار کاوه او که څه هم دوی باورمن نه دي چې د پیلوټۍ سند دې ولري، خو څه نا څه روزنه یې لیدلې.
ویل کېږي هغه د 'بیچکرفت کېنګ ایر' شرکت یوه دوه ماشینه الوتکه پټه او الوځولې وه.
دا ډول کوچنۍ الوتکې معمولا د ۱۰ - ۱۱ کسانو لپاره څوکۍ لري.
ښاغلي پټرسن د الوتکې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د پولیسو ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلی او ورته ویلي وو چې د والمارت ځايي څانګې سره د الوتکې جنګولو پلان لري.
پولیسو دا نه ده روښانه کړې چې هغه ولې دا ګام اخیستی او څه یې غوښتل.
د ځايي پولیسو یوه مشر جان کواکا ویلي پټرسن وروسته د خبرو له لارې دې ته غاړه کېښوده چې الوتکه په خوندي ډول بېرته هوایي ډګر کې کېباسي.
د الوتنو څارونکي سیستم مالوماتو ښودلې چې دې الوتکې د ښار پر سر پراخې او غېر منظمې دورې وهلې.
د یوه ځايي تلویزیون خبریال هوا کې د دې الوتکې د ګرځېدو لنډه ویډو هم اخیستې وه.
ویل کېږي تر کیناستو لږه شېبه وړاندې رادار سره د دې الوتکې اړیکه پرې او ځکه اندېښنې پیدا کړې وې چې تېل پکې په خلاصېدو وو.
له پټرسن به د دغو تورونو ترڅنګ په فدرال کچه څېړنې هم کېږي.
د میسیسپي والي ټېټ ریوېس له دې کبله د پولیس افسرانو مننه کړې چې دا خطرناک وضعیت یې په خورا مسلکي ډول مدیریت کړی.




















