افغانستان لپاره د امریکا استازي:‌ د ښځو حقونو له ملاتړ او ټولګډونه پروسې پرته سوله او اقتصادي ثبات نشي راتلی

تاشکند غونډه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی‌ استازی توماس وېسټ وایي دی تاشکند کنفرانس ته له ځینو نورو ورغلو استازو سره په دې اړه د خپلې خواشینۍ ښودلو کې یو ځای شوی چې تر اوسه د افغانانو ترمنځ (روغې لپاره) کومه جدي سیاسي پروسه نه ده پیل شوې.

هغه ویلي (دوی دا مني چې) هېڅ بهرنی هېواد باید افغانانو ته مشران خوښ نه کړي یا پرې پروسه ونه تپي، خو امریکا چمتو ده چې د افغانانو لخوا خپلو ماشومانو ته د یوې روښانه او ټولګډونه راتلونکې جوړولو کې د دوی ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ لپاره له شریکانو سره یو ځای شي.

د امریکا ځانګړی استازی وایي "نږدې هر استازي له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته ښوونځو ته د ورګرځېدو اجازه ورکړي" او د ده په خبره دا نه دفاع کېدونکی بندیز باید پای ومومي.

ښاغلي وېسټ د تاشکند کنفرانس کې د ډېرو استازو لخوا افغانستان کې د بشري حقونو نقض او د ښځو او ژورنالیستانو د کار پر وړاندې د پرتو محدودیتونو په تړاو د اندېښو یادونه هم کړې.

تاشکند کې د "افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ" په تړاو نړیوال کنفرانس کې د امریکا په استازولۍ ښاغلي وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو برخه کې د دغه هېواد ځانګړې رینا امیري‌ برخه اخیستې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

له دې سره د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ټویټر لیکلي چې دې او ښاغلي وېسټ د تاشکند کنفرانس کې ټینګار کړی چې "امنیت، اقتصادي ثبات او سوله د ښځو د حقونو له ملاتړ، د ټولو توکمیزو او مذهبي جوامعو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو او د یوې ټول ګډونه سیاسي پروسې له ودې پرته نشي راتلای."

اغلې امیري زیاتوي چې نوموړې د دې ادعا مخالفت وکړ چې ګوندې د طالبانو "تعرضي پالیسۍ" د افغاني کلتور پر بنسټ ولاړې دي او استدلال یې وکړ چې ډیری افغانان د خپلو لوڼو او زامنو د زدکړو، کار او د ښې راتلونکې لپاره د فرصتونو هیله لري.

اقتصادي ستونزې او طالبانو سره خبرې

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي‌ ټول ګډونوال د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اندیښمن وو.

نوموړی وایي دا د سیمې او نړۍ په ګټه ده چې له اقتصادي‌ اړخه د افغانستان پر باثباته کولو متمرکز پاته شي.

د ښاغلي وېسټ‌ په وینا دغو هڅو کې د داسې ګامونو هڅولو لپاره د افغان تکنوکراتانو او طالبانو ښکېلول هم شامل دي چې د افغانستان ستر اقتصادي ثبات پیاوړی کوي.

هغه دا هم لیکلي‌ د امریکا د بېلابېلو ادارو یوه ګډه جګپوړې ډله به چارشنبه له طالبانو او افغان تکنوکراتانو سره د ستر اقتصادي‌ ثبات اړوند موضوعاتو په تړاو "عملي ښکېلتیا" ته دوام ورکړي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

ښاغلي وېسټ تېرو اوونیو کې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر شمالي ګاونډیو د توغندیزو بریدونو یادونه کړې او لیکلي یې دي "وامې ورېدل چې همکارانو د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو فعالې عملیاتي هڅې تصدیق کړې او افغانستان کې یې د القاعده، ټي‌ ټي‌ پي او نورو ترهګرو ډلو د دوامداره حضور په اړه ژوره اندېښنه وښوده."

د افغانستان د اقتصادي ثبات د اهمیت په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ د درېو سرچینو په حواله لیکلي‌ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو زېرمې د خوشي کېدو په تړاو خبرو کې یوه څه پرمختګ شوی.

رویټرز لیکلي‌ هڅه کېږي چې دا پیسې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره له کنګل حالت راووځي.

د یادونې ده چې د تاشکند کنفرانس په اړه د کوربه هېواد لخوا خپر شوې اعلامیه کې ویل شوي د طالبانو له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي.

تاشکند غونډه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استاز توماس نکلاسن چې د تاشکند په غونډه کې یې ګډون کړی پر خپل ټویټر لیکلی چې په افغانستان کې یو داسې ټولشموله حکومت ته اړتیا ده چې ټولې ښځې او سړي، سیاسي، توکمي او مذهبي ډلې پکې ونډه ولري.

بلخوا د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ په تړاو دغه نړیوال کنفرانس ته د طالبان حکومت لخوا د تللي پلاوي مشر او د دوی بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي دغه ناسته ګټوره وه او ګڼو برخو کې 'مثبت پرمختګونه شوي دي'.

هغه د دغه کنفرانس پای کې وویل: " ستاسې نظرونه موږ له ځان سره یاداښت کړي، له خپلو مشرانو سره به یې شریک کړو، کوم اصلاحات چې راغلي دي، هغه به دوام کوي او د نیمګړتیاوو سمولو لپاره به کار روان وي".