پولیس: د جاپان مخکینی لومړی وزیر له یوه 'ځانګړي تنظیم' سره د رخې له کبله وژل شوی
جاپاني پولیسو چې د دې هېواد مخکیني لومړي وزیر شینزو ابې د وژنې په تړاو پلټنې کوي ویلي، مشکوک بریدګر د ''یوه ځانګړي تنظیم '' پر ضد رخه 'کینه ' درلوده.
۴۱ کلن وسله وال سړی چې ادعا کېږي پر ښاغلي ابې یې برید کړی، د تاتسویا یاماګامي په نامه یاد شوی.
چارواکي وايي، تاتسو یاما ګامي ګومان کاوه چې ابې د همدې تنظیم غړی دی او له همدې امله یې پرې ډزې کړې، خو دوی د تنظیم نوم نه دی یاد کړی.
پر ښاغلي ابې د جمعې ورځې پر سهار داسې مهال ډزې وشوې، چې د ټاکنیز کمپاین لړ کې یې وینا کوله او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
ځايي پولیس وايي، تاتسو یاماګامي اعتراف کړی چې پر ښاغلي ابې یې د داسې وسلې برید کړی چې په کور کې یې خپله چمتو کړې وه.
ابې تر ټولو ډېره موده د جاپان لومړی وزیر و او په داس یوه هېواد کې یې وژل کېدو خلک بوږنولي چې وسله وال بریدونه پکې خورا کم ساري دي. نوموړی د وژل کېدو پر مهال ۶۷ کلن و.

د عکس سرچینه، Reuters
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د ښاغلي ابې وژل کېدو په هکله ویلي، ''بوږنېدلی، نه پوهېږي څه ووايي '' او په وینا یې ''د جاپان ولسواکي به تاو تریخوالي ته تسلیم نه شي. ''
پولیس وايي، دوی اوس هم پلټنې کوي چې معلومه کړي ایا بریدګر په خپل سر دا برید کړی او که نه او دا چې ولې یې له دې تنظیم سره چې نوم یې نه دی یاد شوی، د نورو پر ځای یوازې شینزو ابې په نښه کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
ابې په سویلي ښار نارا کې د یوه سیاسي کاندید لپاره په ښاري څلور لارې کې وینا کوله چې بریدګر پرې له شا ډزې وکړې. عیني شاهدان وايي، د بریدګر په لاس کې یو لوی ټوپک و او کله یې چې ډزې وکړې، پخوانی لومړی وزیر پر ځمکه ولوېد او هلته ولاړو خلکو چیغې کړې.
له پېښې وروسته خپرو شویو تصویرونو کې بریدګر لیدل کېږي چې د ښاغلي ابې د وینا پر مهال د هغه تر شا ولاړ دی.
له ډزو وروسته امنیتي کسانو د بریدګر پر لور منډه کړه او د عیني شاهدانو په ونیا هغه د تېښتې هڅه و نه کړه. پولیس وايي، هغه ټوپک چې د ښاغلي ابې وژنه کې کارول شوی، له اوسپنې او لرګي جوړ شوی او په سریښناک کاغذ کې نغښتل شوی و.




















