د موسیقۍ هغه ډله چې جنوبي کوریا ته یې میلیاردونه ډالره ګټلي، خپل فعالیتونه ځنډوي

BTS on stage wearing identical suits in November 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ډله دوه ځلې د ګرامي جایزې لپاره نومانده شوې خو تراوسه یې ګټلې نه ده
د خپرېدو وخت

د موسیقۍ K-pop ( د کوریا پاپ) بي ټي اس ډلې اعلان وکړ چې خپل ډله ییز فعالیتونه د لنډ وخت لپاره ځنډوي.

نوموړې ډلې د دغه کار لامل د خپلو غړو فردي فعالیتونو ته وخت پیدا کول یاد کړل.

دا اووه کسیزه ډله چې د سوېلي کوریا اقتصاد ته یې میلیاردونه ډالر ګټلي دي، د خپلې ډلې جوړېدو کلیزه کې دا حیرانوونکی خبر اعلان کړ.

د سوېلي کوریا نوموړې ډله زیاتوي چې دوی یوازې خپلو ډله ییزو فعالیتونو کې لږ ځنډ راولي.

بي ټي اس چې اوس د کې پاپ (K-pop) موسیقۍ یوه نړیواله مشهوره ډله ده د خپل هنر لومړیو کې ډېره ساده ډله وه.

مخکې له دې چې د یادې ډلې نوم په نړۍ کې یو له خورا مشهورو ډلو په لړ کې راشي، دوی خپل کار له یوې ساده سندرې ( No More Dream ) (خیال پلونه بس دي) سره پیل کړ.

دغه بدله د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې په ۱۲مه بازار ته ووتله او د سوېلي کوریا د بدلو په لړ کې ۱۲۴ ځای خپل کړ.

بي ټي اس کم وخت کې ډېر مینه وال پیدا کړل او لوی بریالیتوب یې خپل کړ.

جونگ‌کوک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې ۲۲ کلن جونګکوک د موټر د ټکر په یوه پېښه کې پړ وګڼل شو، د بي ټي اس مینه والو د جونګکوک ښه ملاتړ وکړ

که څه هم دوی د ۲۰۲۰ کال کورونا وبا په وخت کې هېڅ کنسرت نه و ترسره کړی خو یوازې یوې سندرې یې (ډاینامیټ) د امریکا په متحده ایالاتو کې د "کې پاپ" بدلو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ.

دا ډله دوه ځلې د ګرامي جایزې لپاره نومانده شوې خو تراوسه یې ګټلې نه ده.

بي ټي اس ډله د ارمي (ARMY) په نامه انلاین مینه وال لري او دا نوم د عبارت لنډیز دی چې په کې ویل شوي، "د ځوانانو په زړه پورې استازي".

د مینه والو یاده ډله له پامه نه شو غورځولی ځکه دوی د بي ټي اس ډلې کلک ملاتړي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې ۲۲ کلن جونګکوک د موټر د ټکر په یوه پېښه کې پړ وګڼل شو، د بي ټي اس مینه والو د جونګکوک ښه ملاتړ وکړ.

د یوټیوب یوه ستوري په ټویټر لیکلي و چې د کی پاپ مینه والو داسې یو هشټک کارولی و چې د بي ټي اس ډلې په اړه مثبتې پایلې په ټولنیزو رسنیو کې په سر کې وساتي او خبرونه لاندې وي.

بی‌تی‌اس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بي ټي اس کم وخت کې ډېر مینه وال پیدا کړل او لوی بریالیتوب یې خپل کړ

دا ادعا تائید شوې نه ده خو هغه مهال یې ډېر بحثونه پارولي وو.

د بي ټي اس ډله په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا سپینې ماڼۍ ته بلل شوه چې له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره د اسیايي توکمو سره د کرکې پر وړاندې مبارزه وکړي.

امریکا کې په وروستیو کلونو کې پر اسیایانو بریدونه زیات شوي، چې زیاتره یې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله دي.

تېر کال ښاغلي بایډن یو قانون هم لاسلیک کړ چې له مخې یې اسیايي الاصله امریکايي، بومي او د ارام اقیانوس وګړو پر وړاندې کرکه جرم ګڼل کېږي.