ټام وېسټ: د ښځو په اړه د طالبانو پالیسي بشري حقونو ته سپکاوی دی

ټام وېسټ

د عکس سرچینه، U.S. SPECIAL REPRESENTATIVE THOMAS W

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې د بشري حقونو سپکاوی دی او په خبره یې، دا به له نړېوالې ټولنې سره د دوی پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د حجاب جبري کولو ته د نړېوالو غبرګونونو په ترڅ کې نن [دوشنبه] ټام وېسټ په پرله پسې درو ټوېټونو کې د طالبانو حکومت پر دې پرېکړه "ژوره خواشیني" څرګنده کړې ده. ښاغلي وېسټ ویلي چې د افغانانو په ملاتړ د هېواد او نړۍ په کچه له هغو "همکارانو" سره یو ځای کېږي چې د طالبانو د وروستیو سیاستونو پر مټ د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو خواشيني کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د دغه ځانګړي استازي په وینا، 'له منځنیو زدکړو او کار د نجونو د منع کولو دوام، د دوی د ګرځېدو راګرځېدو ازادي‌ محدودول او د سولییزو لاریونوالو په نښه کول. د ښځو پر وړاندې د طالبانو دا پالیسۍ د بشري‌ حقونو سپکاوی دی او دا به له نړېوالې ټولنې سره د دوی پر اړیکو په پرله پسې ډول منفي اغېز وکړي'.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

ښاغلي وېسټ،‌ پخپل ټوېټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش پرون غبرګون هم بدرګه کړی دی. انتونیو ګوتېرش هم ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې اندېښمن کړی دی، "زه د طالبانو د نن ورځې اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي، اندیښمن کړی یم."

هغه همدا راز له طالبانو غوښتي چې "له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي."

دغه طرحه چې وړمه ورځ‌ د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د "اسلامي حجاب" په اړه غونډه کې په کابل کې وړاندې کړه، پر ښځو حجاب اجباري کوي او که کومه ښځه یې مراعت نه کړي نو ولي یاني د کور نارینه مشر ته به یې لومړۍ سپارښتنه او که دا "امر" ونه منل شو، سزا ورکول کېږي.

په دې طرحه کې همدا راز ویل شوي، هغه ښځې چې دولتي ادارو کې کار کوي‌ او حجاب نه مراعتوي، له دندو باید وایستل شي.

حجاب

د عکس سرچینه، MOPVPE

د عکس تشریح، پر ښځو د حجاب د اجباري کولو په اړه غونډه

ځینې نور غبرګونونه:

د طالبانو له لوري پر ښځو د حجاب جبري کولو پرېکړه په نړېواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او د ځينو غصه یې پارولې ده.

په دې اړه د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو په هکله د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په غبرګون کې تونده ژبه کارول شوې د طالبان دا ګام یې "ځپونکی او ظالمانه" بللی دی.

اغلې امیري پر خپل ټويټر لیکلي:‌ "طالبان د اقتصادي کړکېچ او ټولګډونه حکومت اړتیا ته د رسېدو د بدیل په توګه د ښځو او نجونو د ځپونکو سیاستونو تعقیبولو ته دوام ورکوي."

نوموړې زیاته کړې: "زه د دې ظالمانه ګامونو پای ته رسېدو،‌ د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستل کېدو، کار او د خپل ژوند بیا پیلولو ته د مېرمنو پرېښودلو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو ملتیا کوم."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر افغان مېرمنو هم د حجاب جبري کېدو ته غبرګون ښودلی و.

یوناما یوه اعلامیه کې ویلي و په سملاسي ډول به "له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په اړه نوره روښانتيا ترلاسه کړي. یوناما به همدارنګه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم د دې پرېکړې د اغېزو په اړه سلا مشورې وکړي".

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و طالبان دوه موخې لري: "دوی غواړي "۱، نجونې او ښځې له عامه ژونده بې برخې کړي. ۲، ښځې او نجونې، د دوی له رضا پرته، د خپلو نارینه خپلوانو ملکیت او جایداد وګرځوي. په افغانستان کې چې دې قضیې ته نړۍ څه ډول غبرګون ښيي، دا به په ټوله نړۍ کې د مېرمنو پر حقونو اغېز ولري".

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي او د ملي ديموکراتيک غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ ليکلي و، "په افغانستان کې طالبان د ښځو پر وړاندې چې لا له وړاندې له داسې خنډونو سره لاس او ګريوان دي چې د نړي په نورو برخو کې د تصور وړ نه دي، د جبري ګامونو اعلانولو او پلي کولو ته دوام ورکوي. افغان مېرمنې د نفوس نيمايي برخه جوړوي او په نښه کول يې د شرم وړ خبره ده".

يو شمېر افغان مېرمنو هم د طالبانو د دې پرېکړه اړه غبرګونونه څرګند کړې دي.

يوه مېرمن وايي،"حتی کله چې تاسو سعودي عربستان ته د حج لپاره ځئ نو تاسو اړتیا نلرئ چې خپل مخ پټ کړئ، انسان ازاد پيدا شوی هېڅوک حق نه لري چې د ښځو د جامو په اړه خبرې وکړي".

خو ځینې مېرمنې بيا د طالبانو د دې پرېکړې پلوي هم کوي.