تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کووېډ-۱۹: 'د مړینې کچه تر هغه څو برابره لوړه ده چې ځینې هېوادونه یې ښيي'
د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې د کره شمېرو له مخې کووېډ وبا په غونډه نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیون خلک وژلي دي. دا په تېرو دوو کلونو کې د منل شویو یا اعلان شویو شمېرو پرتله ۱۳ سلنه لوړ شمېر په ډاګه کوي.
د روغتیا نړېوال سازمان په باور ډېریو هېوادونو د کووېډ-۱۹ له کبله د مړو شویو شمېر کم، یاني یوازې ۵.۴ میلیون تنه ښودلی دی. دغه سازمان وايي چې دا شمېر تر دې ډېر لوړ دی.
په هند کې کورونا وبا ۴.۷ میلیون وګړي وژلي چې کچه یې د دغه هېواد تر رسمي اعلان شویو شمېرو لس برابره لوړه ده او دې ته په کتو هند په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د کووېډ له کبله ډېر خلک پکې مړه شوي دي.
خو د هند حکومت پر دغه اټکل شک څرګند کړی او ویلي یې دي، دوی د دغو شمېرو د راټولو پر ډول ډاډه نه دي. خو ځینو نورو ارزونو هم په هند کې د کورونا له کبله د وژل شویو د شمېر په اړه ورته پایله ترلاسه کړې ده.
د روغتیا نړېوال سازمان چې پر کوم معیار دغه شمېرې راټولې کړې دي، له حده د ډېرې مړینې په نوم یادېږي. مانا دا چې په یوه سیمه کې د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې چې هلته د کووېډ له کبله د مړینې کومه کچه اټکل شوې وه، شمېر یې تر هغې د تمې خلاف لوړ وخېژي.
د شمېرو د راټولو په دغه ډول کې هغه مړینې هم ثبت او شمېرل کېږي چې په مستقیم ډول د کووېډ له کبله نه وې بلکې د همدې وبا لامله د رامنځ ته شوي حالت له وجې یو چا ژوند بایللی وي. لکه، ځینې خلک چې درملنې ته یې اړتیا لرله خو په وخت روغتون ته د تلو زمینه نه وه ورته برابره شوې او ساه یې ورکړې وه.
همدا راز دې ته هم پام شوی چې د وبا د پیل په ورځو شپو کې په ځينو سیمو کې د پېښو شمېر سم نه ثبتېده او خوندي کېده او د ټېسټونو یا ازموینو شمېر هم تیت و پرک و.
خو د روغتیا نړېوال سازمان وايي، د دوی د باور له مخې په دغو یادو ۹.۵ میلیون اضافي مړینو کې هم ډېر شمېر د هغو دی چې د کووېډ-۱۹ له کبله په مستقیم ډول مړه شوي دي، نه په نا مستقیم ډول.
په دومره لوړه کچه د مړینې په اړه د روغتیا نړېوال سازمان د شمېرو د راټولو برخې یوه مسوله ډاکټره سمیره اسماء وايي، "دا یوه تراژيدي ده".
د اغلې اسماء په خبره، "دا زړه بوږنوونکی شمېر دی، د هغو کسانو درناوی کول ډېر مهم دي چې له دې کبله یې خپل ژوند بایللی دی، موږ باید له مسولو کسانو سره حساب کتاب وکړو".
ډاکټره اسماء همدا راز زیاتوي، "که موږ دا مړینې سمې ونه شمارو نو په راتلونکي کې به داسې حالت ته د ښه چمتوالي فرصت له لاسه ورکړو".
په نورو هېوادونو کې د مړینې کچه څومره ده؟
د روغتیا نړېوال سازمان د شمېرو له مخې تر هند هاخوا په روسیې، انډونیزیا، امریکا، برازیل، مکسیکو او پیرو کې د کووېډ-۱۹ له کبله د مړینې کچه خورا لوړه ده.
په روسیه کې د دې وبا لامله د مړینې کچه تر هغه درېنیم ځله لوړه ده چې شمېر یې له دولت سره ثبت دی.
په دغه رپوت کې همدا راز د هېوادونو نفوس ته په کتو هم د مړینې کچې د ډېروالي مسئله په پام کې نېول شوې ده.
په برتانیا کې هم لکه د امریکا، هسپانیا او المان غوندې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ پر مهال د مړینې کچه تر نړېوال اوسط اوښتې وه.
هغه هېوادونه چې د کووېډ-۱۹ له کبله د مړینې کچه پکې خورا کمه ده، یو یې هم چین دی. چین اوس هم د "صفر کووېډ" پالیسي پالي، یاني غواړي په هېواد کې یې د کورونا یوه پېښه هم ونشي. دغه هېواد همدا راز اوس هم قرنطین او له کورونا د ځان خوندیتوب په موخه ډله ایزې ازموینې ترسره کوي.
اسټرالیا بیا له دې ویروسه د هېواد د خوندیتوب لپاره له جاپان او ناروې پر ورتلونکو مسافرو سخت بندیز لګولی دی.
هغه پوهان، چې د دغو شمېرو په راټولولو او رپوټ جوړولو کې یې مرسته کړې، مني چې د صحرايي افریقا هېوادونو په اړه یې راټولې کړې شمېرې پر اټکلونو ولاړې دي ځکه چې هلته د مړینو په اړه ډېرې کم مالومات شته.
د افریقا د ۵۴ هېوادونو له ډلې یې د ۴۱ په اړه هېڅ کره احصایه لا نشته.
احصایه پوه او په واشنګټن کې د سيېټل پوهنتون استاد جان واکفیلډ هم د روغتیا نړېوال سازمان سره د دغو شمېرو په راټولو کې کار کړی. ښاغلي واکفیلډ بي بي سي ته وویل، "موږ په بېړنۍ توګه د شمېرو د راټولو یوه سيسټم ته اړتیا لرو. دا ډېره د شرم خبره ده چې خلک زېږي او مري خو موږ سره د دوی د مړینې په اړه هېڅ شی ثبت نه وي".
دی همدا راز وايي، "نو پر وخت د کره مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره موږ په هېوادونو کې د ثبتولو پر یوه سیسټم پانګونې ته ډېره اړتیا لرو".