تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: هند دوه نوي واکسینونه تایید کړل، امریکا کې د ګوښي کېده موده نیمايي شوه
د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له خپرېدو سره هممهاله هند حکومت د کووېډ مخنیوي دوه نوي واکسینونه تایید کړي دي.
د سیروم انسټیټیوټ کوواکس او د بایلوجیکل اي کوربیواکس نومي واکسینونو ته په ''سخت بېړنیز وضعیت '' کې د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.
هند اوس د کورونا مخنیوي اته ډوله واکسین تایید کړي دي چې درې ډوله یې خپله هند کې جوړ شوي دي.
په هند کې تر اوسه د کورونا وېروس مخنیوي واکسین یو اعشاریه څلور میلیارده خوراکه وړاندې شوي دي.
هند حکومت غواړي د سږ کال تر پایه پورې ټولو هندیانو ته د کورونا ضد واکسین ورکړي، خو تر اوسه دې لړ کې پاتې راغلي.
لږ تر لږه ۶۲ سلنه لویانو ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شوي دي او د تېر کال په جنورۍ کې د واکسین لړۍ له پیلولو راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه نوي سلنه کسانو ته یو خوراک ورکړل شوی دی.
لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي هند حکومت به د روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو لپاره چې مهمې ورځنۍ دندې او دغه راز تر ۶۰ کلنۍ پورته کسانو لپاره د کورونا ضد واکسین اضافي خوراک یا بوسټر چې لومړی وزیر مودي یې 'احتیاطي خوراک ' بولي، ورکړه پیل کړي.
نوي تایید شوي کوربیواکس واکسین د امریکا ډیناواکس کالج په اشتراک چمتو شوي دي.
د هند عامې روغتیا وزیر مانسوک مانداویا وايي، دا واکسین کورونا وېروس له هغه ''وتلي پروټینه '' چمتو شوي چې وېروس یې د انسان بدن ته د ننوتو لپاره کاروي.
کوواواکس بیا د نواواکس ځايي بڼه ده چې د هند سیروم انسټیټوټ به یې چمتو کوي چې د اکسفورډ استرازینیکا واکسین هم چمتو کوي او په ځايي توګه د کوواشیلډ نوم ورکړل شوی دی.
د یاد شرکت په وینا په امریکا کې د کلینیکي تجربې پر مهال دا واکسین له نوې سلنې زیات ګټور ثابت شوي دي.
د ګوښي کېدو نیمايي موده
بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو روغتیايي چارواکو د کووېډ ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله د هغو ناروغانو لپاره چې د ناروغۍ نښې، نښانې نه لري، د ګوښي کېدو موده له لسو ورځو پنځو ورځو ته نیمايي کړې ده.
د دې چارې هدف په بېلا بېلو برخو کې د کارکوونکو لږوالي له کبله د رامنځته شویو ګډوډویو کمولو هڅه بلل کېږي.
په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز 'سي ډي سي ' چارواکي وايي، ډېری وخت وېروس د ناروغانو بدن کې د ناورغۍ نښو نښانو برالا کېدو دوې ورځې مخکې او درې ورځې وروسته نورو ته خپرېږي.
خو معترضین بیا د ګوښي کېدو پای ته رسېدو په پار د معایناتو کموالي له کبله پر دې پرېکړه نیوکې کوي.
په امریکا کې د کووېډ نویو ناروغانو شمېر ډېرېدو لوی لامل اوس د کورونا وېروس اومېکرون بڼه بلل کېږي، چې اوس په دغه هېواد کې پرې د اخته کسانو شمېر تر ټولو ډېر دی.
له دې مخکې موندنو ثابته کړه چې اومېکرون بڼه د نورو هغو پرتله ډېره په چټکۍ سره خپرېږي، خو نښې نښانې یې سختې نه دي.