سعودي عرب یو میلیون کسانو ته سږ کال حج مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عرب چارواکي وايي، سږ کال به یو میلیون کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړي.
سعودي عرب د کورونا له کبله د لګول شویو بندیزونو له کبله دوه کاله مخکې په مکه المکرمه کې مسجد الحرام ته د ورتلونکو خلکو شمېر محدود کړی و.
د سعودي عرب دولتي رسنیو په رپوټونو کې د چارواکو له قوله ویل شوي، چې د حاجیانو عمر باید له ۶۵ کالو کم وي او باید بشپړ کورونا ضد واکسین یې کړي وي.
د یادونې ده چې پروسږ کال یوازې شپیته زره هغو کسانو ته چې په سعودي عربستان کې مېشت دي، د حج مراسمو تر سره کولو اجازه ورکړل شوې وه.
په عادي حالاتو کې د نړۍ له لر او بره نژدې دوه نیم میلیونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عرب ته ورځي. خو د ۲۰۱۹ کال حج مراسمو کې چې کورونا وبا اوج ته رسېدلې وه، یوازې لس زره سعوديانو ته په حج مراسمو کې د ګډون اجازه ور کړل شوې وه.
زیارت کوونکو ته ویل شوي وو، چې باید د مراسمو پر مهال ماسکونه واغوندي، په کعبې شریفې لاس ونه لګوي او یو له بله ټولنیز واټن مراعت کړي.
















