تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شري لنکا پارلمان غړي له واکمن ائتلافه وتلي دي
د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاسکا له ائتلافي حکومته د دې هېواد پارلمان ۴۰ غړي جلا شوي دي.
دغه پارلمان غړي چې د ښاغلي راجاپاسکا له شري لنکا پودوجانا پیرامونا (اېس ایل پي پي) په مشرۍ له واکمن اتحاده یې لار بېله کړې وايي، په خپلواکه توګه به د خلکو استازیتوب کوي.
د سویلي اسیا په دې هېواد کې د بهرنیو اسعارو بیو له لوړېدو او اقتصادي بحران سره - سره تازه سیاسي کړکېچ هم رامنځته شوی دی.
همدا اقتصادي بحران او د انرژۍ وسایلو کموالی د ښاغلي راجاپاسکا استعفا غوښتنې لپاره د پراخو مظاهرو لامل شوی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې پر ائیتلافي حکومت به د پارلمان غړو د جلا کېدو اغېز څه وي، خو دوی له اپوزېسیون سره هم ملاتړ نه دی اعلان کړی.
د دې هېواد پر پارلمان د دې چارې له کبله د لومړي وزیر کنټرول داسې څه دي، چې له دې کبله یې په هکله پوښتنې راپورته کېږي.
بل لور د ښاغلي راجاپاسکا ټولې کابینې وار له مخه استعفا کړې، خو خپله ولسمشر او ورور یې مهیندا راجاپاسکا چې لومړی وزیر هم دی، له استعفا ورکولو انکار کړی.
ولسمشر راجاپاسکا د استعفا ورکولو پر ځای له اپوزېسیون غوښتي چې په یوه ګډ ملي حکومت رامنځته کولو او دغه راز د کابینې په هکله پلټنو کې ورسره مرسته وکړي.
خو اپوزېسیون بیا د نوموړي غوښتنه رد کړې او په ځواب کې یې له ده غوښتي چې دنده پرېږدي.
پر سې شنبه د اقتصاد نوي وزیر پر دندې له ګومارل کېدو ایله څو ساعته وروسته استعفا وکړه.
دې وزیر علي صبري چې د ولسمشر راجاپاسکا نژدې متحد سیاستوال بلل کېږي، وویل خپله څوکۍ به له پارلمانه د بهر د یوه داسې کس لپاره پرېږدي، چې د دې دندې لپاره ''زیاته وړتیا '' ولري.
بل لور پر سې شنبه هم د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرو دوام درلود.
له تېرو څو ورځو راهیسې دې مظاهرو او لاریونونو ډېر زور اخیستی چې د ولسمشر راجاپاسکا د استعفا غوښتنه کوي.
د پنجشنبې پر ورځ د ولسمشر استوګنځي مخې ته یو احتجاج په تاوتریخوالي واوښت او چارواکو د یوه بل پلان شوي احتجاج مخنیوي لپاره له جمعې تر یکشنبې پورې پر ګرځېدو، راګرځېدو بندیز ولګاوه، خو احتجاجونو بیا هم دوام درلود.
ښاغلی راجاپاسکا په ۲۰۱۹ کال کې له پراخې بریا سره واکمن شو او په هېواد کې یې د ''ثبات او پیاوړې واکمنۍ '' ژمنه کړې وه، خو اوس احتجاجیان وايي، هر څه د ژمنو برعکس کېږي.