ملګري ملتونه: اوکرايين کې تر زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا تاييد کړې چې پر اوکرايين د روسيې له يرغل راهيسې لږ ترلږه ۱۰۸۱ ملکيان وژل شوي او ۱۷۰۷ نور ټپيان دي. داسې اټکل کېږي چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ وي.

ملګري ملتونه وايي، څارونکي هڅه کوي چې د دونيڅک په ګډون ماريوپول او هغو سيمو کې چې جګړه روانه ده د تلفاتو راپورونه تائيد کړي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې ښايي د مړو شمېر تر رسمي شمېرو هم زيات وي، ځکه په وينا يې له جګړې ځپلو سيمو د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې د دفاع وزارت د خپلو تلفاتو په اړه تازه وروستۍ شمېرې خپرې کړې دي. د ريانووستي خبري اژانس له مخې د روسيې دفاع وزارت ويلي چې د اوکرايين په جګړه کې تر دې مهاله ۱۳۵۱ روسيې پوځيان وژل شوي او ۳۸۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د اوکرايين پوځي سرچينو ترې دې مخکې اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۵ زره روسي پوځيان وژل شوي دي خو کېدی شي په دې شمېرو کې مره او ټپيان دواړه شامل وي.

روسيې تر دې وړاندې د مارچ په دويمه د خپلو وژل شويو سرتېرو شمېر ۴۸۹ تنه ښودلی و.

د اوکرايين په بېلابېلو برخو کې د روسيې هوايي او ځمکني بريدونه دوام لري. ملګري ملتونه وايي له دغه هېواده ۳.۷ ميليونه وګړي تښتېدلي دي چې ډېری يې پولنډ کې مېشت شوي دي.

د پولنډ پوله ساتنې اداره وايي، په اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې دوه اعشاریه دوه میلیونه کسان له اوکرایینه پولنډ ته کډوال شوي دي.

دا وروستیو کې د هغو کسانو شمېر کم شوی و، خو د پنجشنبې پر ورځ دا شمېر بیا زیات شو او ۳۲ زره ۵۰۰ کسانو ته ورسېد.

بل پلو په ماریو پول ښار کې پر تیاتر ودانۍ د روسیې ځواکونو بمبارۍ جزیات ورکړل شوي دي.

تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې کره شمېره ځکه معلوم نه دی، چې لا هم ګومان کېږي، ځینې کسان تر خاورو خځلو لاندې دي او په سیمه کې د روسي ځواکونو توغندیز او توپچي ګوزارونه دوام لري.

خو اوکراییني چارواکو اوس ویلي، کېدای شي هغه نژدې ۳۰۰ کسان وژل شوي وي، چې د تېرې اونۍ پای کې پر دې تیاتر ودانۍ د روسي ځواکونو برید پر مهال د ودانۍ په ځمکتل کې له جګړې پټ شوي وو.

د ماریو پول ښاروالۍ له لوري په دې هکله یوه ټیلیګرام پیغام کې ویل شوي: ''د عیني شاهدانو معلوماتو له مخې د ډرامه تیاتر پر ودانۍ د روسي الوتکو له بمبارۍ وروسته ۳۰۰ کسان هلته وژل شوي دي.''

که څه هم په اوکرایین کې د ملکي خلکو پر مېشت ځایونو او نورو ودانیو د روسي ځواکونو د بریدونو ګڼ شمېر ثبوتونه لیدل شوي، خو روسیې د اوکرایین په ساحلي ښار ماریو پول کې پر تیاتر ودانۍ برید رد کړی دی.