تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: زيلينسکي د روسيې له خوا د ماريوپول تسليمولو لپاره ټاکلی ضرب الاجل نه دی منلی
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي ویلي، چې هېواد به یې هېڅکله د روسیې له خوا د ضرب الاجل پر وړاندې سر ټيټ نه کړي او د کیېف، ماریوپول او خارکیف په څېر ښارونه به د روسيې اشعال ونه مني.
ښاغلي زیلینسکي د دوشنبې په ورځ (۲۱ مارچ) وویل، "موږ ته ضرب الاجل راکړل شوی چې ځينې غوښتنې په کې شوې دي، دوی وايي که دا ومنئ، جګړه پای ته رسوو".
روسیې اوکرایین ته وخت ورکړی و چې محاصره شوی ماریوپول ښار ورته وسپاري.
روسیې وړاندیز کړی چې د بې وسلې کولو په صورت کې د ښار جنګيالي کولی شي د ملکي خلکو سره د خوندي دهليزونو له لارې جنوبي بندر پرېږدي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي، له روسيې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره ټولپوښتنه اړينه بللې ده. نوموړي په یوه مرکه کې ويلي، "خلک باید خپل نظر ولري او دې جوړجاړي ته ځواب ووایي، د جوړجاړي څرنګوالی به د روسیې او اوکرایین تر منځ په خبرو اترو پورې اړه ولري."
د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې د اشغال شویو سیمو برخلیک، د کرایمیا وضعیت او اوکرایین ته د ناټو د غړیتوب لپاره ورکړل شوي امنیتي ضمانتونه به د خبرو له احتمالي موضوعاتو څخه وي.
په ورته وخت کې د اوکرايين په بېلابېلو سيمو کې د روسیې بريدونه روان دی. خو په ډېرو ځايونو کې د روسيې د پرمختګ مخه نيول شوې او اوکراييني ځواکونو په څو ښارونو کې خپلې پوستې ساتلې او اغېزمن ځوابي بريدونه يې پيل کړي دي.
راپورونه وايي چې روسيې ځواکونه هڅه کوي خپل توپونه او درنې وسلې پلازمېنې کيېف ته نژدې کړي تر څو د ښار مرکز په نښه کړي.
روسيې ځواکونه غواړي چې د اوکرايين د پلازمېنې په محاصره کولو سره له نورو سيمو سره اړيکي پرې کړي او په همدې موخه د روسیې پوځ له مختلفو لارو د ښار پر لور حرکت پيل کړی دی.
خو د اوکرایین پوځي قوماندانانو ویلي چې د دوی عملیات اوس له ښار څخه د روسي ځواکونو پر ايستلو راټول دي ترڅو د ښار مرکز د روسیې د توپچي بریدونو لاندې نه وي.
ويل کېږي هغه روسي ځواکونه چې د پلازمېنې کیېف پر لور روان دي له جدي لوژیستیکي ستونزو سره مخ دي.
بل پلو د مسکو یوې محکمې حکم کړی چې انسټګرام او فېسبوک باید په روسیه کې د "افراطیت" له امله بند شي.
د روسیې لوی څارنوال ویلي، په دوو ټولنیزو شبکو کې "افراطي" مواد خپاره شوي چې په اوکرایین کې د روسي سرتېرو په ګډون د روسي اتباعو په وړاندې د تاوتریخوالي غوښتنه کوي.
تر دې مخکې په روسیه کې انسټګرام او فېسبوک ته لاسرسی د دغو ټولنیزو شبکو د منځپانګې خپرولو له امله محدود شوی و، چې روسي چارواکي یې پر اوکرایین د برید په اړه "جعلي خبرونه" بولي.