اسلام ته په سپکاوي تورن سعودی لیکوال یوه لسیزه وروسته له زندانه 'خوشې شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په سعودي عرب کې د یو بلاګ لیکوال رائف بداوي مېرمن وايي، مېړه یې له زندانه خوشی شوی دی.

نوموړي ته ''د انټرنېټ له لارې اسلام ته د سپکاوي '' له کبله د زندان او دورو 'لښتو ' سزا ورکړل شوې وه.

د بدواي مېرمن انصاف حیدر له کاناډا نه له اې ایف پي سره غږېدلې، چې دا له خپلو دریو ماشومانو سره پکې اوسي.

نوموړې وویل:

''رائف ټیلیفون راته وکړ، ویل یې خوشی شوی دی. ''

رائف بداوي ته لومړی ځل د پنځوسو دورو سزا له ورکول کېدو وروسته په نړیواله کچه غوغا رامنځته شوه او په سعودي عرب کې د بشري حقونو پر موضوع تاوده بحثونه راپورته شول.

سعودي عرب د نوموړي خوشي کېدو په هکله تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.

د رائف زندان سزا د مارچ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.

که څه هم پر نوموړي د لسو کالو لپاره سفري بندیز لګېدلی، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا پر هغه نور څه ډول بندیزونه لګېدلي او که نه.

بل لور د بداوي زوی تیراد هم په یوه ټویټر پیغام کې د هغه خوشي کېدو په تړاو لیکلي:

''پلار مې خوشی شو. ''

بل لور د بې پولې خبریالانو خیریه بنسټ وايي، دوی به هڅه وکړي، چې بداوي له بندیزونو سره سره وکولای شي په کاناډا کې له کورنۍ سره یو ځای شي.

بداوي چې اوس ۳۸ کلن دی، ۲۰۰۸ کال کې په سعودي کې لیبرال شبکه رامنځته کړه، چې هدف یې په سعودي ټولنه کې د سیاسي او مذهبي بحثونو لپاره د یوه فورم رامنځته کول بلل شوي وو.

په ۲۰۱۲ کال کې بیا نوموړی د ''الیکترونیک چېنلونو له لارې اسلام ته د سپکاوي او اطاعت له قلمروه د بهر کېدو '' په تور ونیول شو.

په هماغه کال بیا یوه قاضي توصیه وکړه، چې نوموړی باید ''مرتد '' وبلل شي، چې سزا یې اعدام ده، ځکه په وینا یې ده ''الله تعالی ته له توبې '' کولو انکار کړی.

خو څارنوالانو دا توصیه تعقیب نه کړه او په ۲۰۱۳ کال کې د جنايي محکمې لخوا رائف ته د لومړنیو جرمونو له کبله د اووه کاله زندان او ۶۰۰ دورو سزا ورکړل شوه.

۲۰۱۴ کال کې بیا یوې استناف محکمې دا سزا نه یوازې تایید کړه، بلکې د زندان سزا یې لس کالو ته لوړه کړه او د دور شمېر یې ۱۰۰۰ ته راټیټ کړ.

محکمې دغه ډول نوموړي ته د یو میلیون سعودي ریال (۲۶۷ زره امریکايي ډالره) جریمې سزا هم ورکړه او له خوشي کېدو وروسته یې تر لسو کالو پورې پر ده د هر ډول رسنیز فعالیت او بهرني سفر بندیز هم ولګاوه.