د پاکستان حکومت او تحریک لبیک تر منځ هوکړه؛ لاریونیان لا هم پر خپل ځای پاتې دي

د خپرېدو وخت

د پاکستان یو مذهبي مشر مفتي منیب رحمان چې پرون یې د پاکستان حکومت او مذهبي ګوند تحریک لبیک تر منځ هوکړې اعلان وکړ وايي، د راتلوتکي لپاره دې د مرکزي کمېټې له اعلان تر مهاله لاریونیان پر خپل ځای پاتې شي.

تحریک لبیک ډلې له لاهور ښاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور مارچ پیل کړی او دا مهال یاد مارچ وزیر اباد ښار ته رسېدلی دی.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د فرانسې سفیر دې له هېواده وشړي او د دې ډلې مشر سعد رضوي دې له بنده خوشی کړي.

بل لور مفتي منیب الرحمان وايي، د حکومت او تحریک لبیک مشرانو تر منځ د مذاکراتو لپاره ټاکل شوې کمېټه به نن (دوشنبه) هم غونډه وکړي.

پرون مازدیګر د پاکستان حکومت لخوا له تحریک لبیک مذهبي ډلې سره د مذاکراتو لپاره جوړه شوې کومېټې وویل، حکومت او یاده ډله هوکړې ته سره رسېدلي.

خو تر اوسه د دې هوکړې جزئیات نه دي په ډاګه شوي او تحریک لبیک ډله هم وایي، د اوس لپاره به یې احتجاجونه او لاریونونه دوام ولري.

د یادې ډلې لخوا مفتي منیب رحمان د یکشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، حکومت سره یې د هوکړې جزئیات به په مناسب وخت په ډاګه شي.

مفتي منیب دا ونه ویل چې د حکومت پر ضد روان احتجاجونه به کله ختموي، خو ډاډ یې ورکړ چې له حکومت سره د شوې هوکړې اغېز به یې ژر جوت شي.

په پرونۍ خبري ناسته کې د حکومت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان او د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر هم شامل وو.

مفتي منیت په تازه څرګندونو کې وویل: ''تازه هوکړه به د پخوانیو هغو په څېر نه وي، چې حکومتي چارواکي به د ورځې په رڼا کې پرې لاسلیک وکړي او د شپې به چارواکي وايي چې هیڅ قانوني حیثیت نه لري. ''

نوموړي زیاته کړه: ''موږ به له هوکړې وروسته په ارام خوب نه ویده کېږو، بلکې څوکېداري به یې کوو، دا د سفر پیل دی، پای یې نه دی. ''

د یادونې ده چې مفتي منیب رحمان پرون یکشنبه مازدیګر د لاریونیانو لیدو ته تللی و او هغوی ته یې وینا وکړه چې اوس یې د پنجاب په وزیر اباد ښار کې پرلت وهلی.

بل لور د نوموړي له خبري غونډې وروسته د پلازمېنې اسلام اباد لور ته غځېدلې لارې، چې مخکې تړل شوې وې، پرانیستل شوې دي، خو په وزیر اباد ښار کې د لاریونیانو پر وړاندې لویو لارو کې لا هم خنډونه پر ځای پاتې دي.

بل لور ځايی خبریال احتشام شامي وايي، د تحریک لبیک مرکزي کمېټې لاریونیانو ته ویلي، چې له (جي ټي روډ) نومې لویې لارې چې پلازمېنې ته غځېدلې لېرې شي او یوه نژدې پارک کې پرلت ووهي.

د تحریک لبیک مرکزي کمېټې مسوولین وايي، له حکومت سره د شوې هوکړې پلي کېدو تر مهاله به یې وزیراباد کې پرلت دوام وکړي.