د رویټرز شننه: "خلیلزاد د امریکا د تاریخ تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ لامل شو"

د عکس سرچینه، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځا
رویټرز خبري اژانس له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو او دیپلوماتانو سره د خبرو او مرکو پر بنسټ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول ته کتنه کړې ده.
ګڼو امریکایي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې تېره درې کلنه موده کې ښاغلی خلیلزاد د امریکا د تاریخ د تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ سبب شوی دی.
چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه تل طالبانو ته له سیاسي پلوه تقویت ورکړی، د افغان حکومت دریځ یې کمزوری کړی او هغو کسانو ته یې غوږ نه دی نیولی چې له ده سره یې د نظر اختلاف درلود.
ځینو ان پر دې خبره حیراني ښودلې ده چې نوموړی لا هم پر خبله دنده پاتې دی، حال دا چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي.
پخپله زلمي خلیلزاد تر دې دمه د رویټرز شننې او د امریکایي چارواکو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ځینې د خلیلزاد ملاتړ هم کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
پر زلمي خلیلزاد د نیوکو ترڅنګ ګڼ داسې کسان هم شته چې د نوموړي دنده او لاسته راوړنې ستایي.
یو شمېر کانګرس غړي، چارواکي او د چارو شنونکي وایي، زلمی خلیلزاد یوازینی امریکایی دیپلومات دی چې له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري.
دوی استدلال کوي چې نوموړي د خپلې دندې په موده کې یوازې د امریکایي ولسمشرانو، ډونلډ ټرمپ او جو بایډن امر منلی او امریکایي پوځیان یې له افغانستان ایستلي.
د وېلسن څېړنیز مرکز غړی مایکل کوګلمن وایي: "خلیلزاد به ډېرو خلکو ته باد ښکاري. خو زه فکر کوم ده ته چې کومه دنده ور سپارل شوې وه، هغه یې په صداقت ترسره کړه".
خو په دې کې شک نشته چې زلمي خلیلزاد په امریکا سربېره افغانستان کې هم ګڼ شمېر مخالفین درلودل.
په دې ډله کې ښایي د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني نوم تر ټولو مخکې یاد شي.
په تېرو ۳ کلونو کې ګڼو سرچینو بي بي سي ته ویلي، ولسمشر غني پر ګڼو موضوعاتو له زلمي خلیلزاد سره سخت مخالفت درلود.
پخپله ښاغلي غني هم ځینو مرکو کې په ښکاره وویل چې دی د افغانستان ګټو او زلمی خلیلزاد د امریکا ګټو لپاره کار کوي.
د پرځول شوي ولسمشر غني د حکومت ګڼو جګپوړو چارواکو هم په ښکاره او یا هم د پردې تر شا پر زلمي خلیلزاد نیوکې کولې.
د دوی تر ټولو لویه نیوکه دا وه چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره مذاکراتو کې دې ډلې ته هر ډول امتیاز ورکوي او دا چلن د دې لامل کېږي چې طالبان په سیاسي او پوځي توګه لا پیاوړي شي.
د دوحې تړون؛ د خلیلزاد لویه لاسته راوړنه

د عکس سرچینه، Getty Images
زلمی خلیلزاد د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ونومول شو.
د ولسمشر جو بایډن په راتلو سره ځینې په دې اند وو چې ښایي زلمی خلیلزاد خپله دنده له لاسه ورکړي، خو داسې ونشول او نوموړی پر ځای پاتې شو.
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو مخامخ خبرو دې ته لاره هواره کړه چې دواړه خواوې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړي.
په دې تړون کې امریکا ژمنه وکړه چې له افغانستان به ټول پوځیان وباسي، خو بدل کې به یې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختموي او افغان حکومت سره به سوله ییز سیاسي جوړجاړی کوي.
طالبانو همدا راز ژمنه کړې وه چې هېڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا یا نورو لویدیځو هېوادونو پر ضد وکاروي.
خو ګڼ شمېر چارواکو او شنونکي په دې باور دي چې د دوحې تړون له پیل د امریکا په تاوان او د طالبانو په ګټه و.
پرځول شوي افغان حکومت کې هم د ولسمشر غني په ګډون ګڼو چارواکو پر دې تړون نیوکې کړې وې.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومیټې هم خپلو تېرو دوو رپوټونو کې ویلي، طالبان لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې او همکاري لري.
خو طالبانو دا رپوټونه په کلکه رد کړي او ټینګار کوي چې د دوحې تړون ته ژمن دي.
یاده دې وي چې طالبان د څو کلونو له وسلوالې مبارزې وروسته د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول او اوس یې هلته خپل سرپرست حکومت هم اعلان کړی.
















