د امریکا جنګي ځواکونه له عراق وځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د روان میلادي کال تر پای له عراق د دغه هېواد جنګي ځواکونه وځي او پاتې ځواکونه به یې د عراقي پوځ روزلو او سلا مشورو ورکولو ته دوام ورکوي.
د جو بایډن دا اعلان سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی کاظمي سره تر لیدنې وروسته دی.
عراق کې دوه نیم زره امریکايي پوځ له ځايي ځواکونو سره د داعش د پاتې شونو په ځپلو کې مرسته کوي.
عراق کې نږدې دوه نیم زره امریکايي پوځیان دي او تمه ده چې ځینې دغه هېواد کې پاتې شي، خو دا پرېکړه د عراق د لومړي وزیر د مرستې لپاره هڅه بلل کېږي.
جو بایډن له ښاغلي کاظمي سره خبرو کې زیاته کړه: "د داعش پرضد زموږ ګډه جګړه د سیمې د ټیکاو لپاره ډېره مهمه وه. د ترهګرۍ مقابل کې زموږ همکاري به روانه وي، ان که نوي پړاو ته هم لاړ شم، خبرې به پرې وکړو. "
په ځواب کې ښاغلی کاظمي هم وايي: "اوس زموږ اړیکي تر بل هر وخت پیاوړي دي. موږ د اقتصاد، چاپېریال، روغتیا، زدکړې، کلتور او نورو برخو کې همکاري کوو. "
هغه ټینګار وکړ چې عراق کې بهرنیو جنګي ځواکونو ته اړتیا نشته.
امریکايي چارواکي وايي، د جنګي ماموریت پای ته رسېدو سره به امریکايي ځواکونه پر روزنیز او لوجسټیک- استخباراتي ملاتړ پام ټول کړي.
کارپوهان وايي، ډېر وخت کېږي چې عراق کې عملا د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی.
د دواړو مشرانو لیدنه په عراق کې پر امریکايي ځواکونو ایران ته د نږدې وسلوالو د بریدونو د زیاتېدو اندېښې سره هممهاله ده.
د ۲۰۲۱ کال له لومړیو تراوسه عراق کې د امریکا پر ګټو نږدې ۴۷ بریدونه شوي چې ۷ پکې د بې پیلوټه الوتکې په مټ شوي وو.
جو بایډن دا هم وویل، امریکا راتلونکو اونیو کې د کووېډ-۱۹ ضد پنځه لکه ډوزه فایزر واکسین د ملګرو ملتونو د کواکس نړیوال پروګرام له لارې عراق ته ورکوي.
امریکا عراق کې د اکتوبر ټاکنو د څار لپاره د ملګرو ملتونو بودیجې سره له پنځو ملیون ډالرو ډېره مرسته هم کړې ده.
جو بایډن دا هم وویل: "موږ اکتوبر میاشت کې ټاکنو ته منتظر یو. "
د بلې جګړې د ختمولو اعلان

د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې د عراق پلازمېنه بغداد هوايي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونود مشر قاسم سلیماني او د عراق د کتایب حزب الله وسلوالې ډلې د قومندان مهدي ابومهندس وژل کېدو پسې سیاسي ګوندونو له ایران سره په همغږۍ له دغه هېواد د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې د ټولو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
امریکا تل ایران ملاتړي وسلوال د دې ټلوالې پر اډو د بې پیلوټه الوتکې، هوان او توغندیو پر بریدونو تورنوي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن لپاره دا اعلان د یوې بلې جګړې د پای ته رسولو په مانا دی چې د جورج بوش ولسمشرۍ کې پیل شوې وه.
هغه سږ کال افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو د حضور پای ته رسولو اعلان وکړ.
امریکا پر ۲۰۰۳ کال پر عراق برید سره د صدام حسین حکومت وپرځاوه.
امریکا ویل عراق کې ټولوژونکې وسلې ختمول غواړي، خو هلته دا وسلې پیدا نه شوې.
ښاغلي بوش عراق کې د "ازادۍ او سولې" ټینګولو ژمنه کړې وه، خو دا هېواد له یوې فرقه يي بلوا سره مخ شو.
امریکايي جنګي ځواکونه پر ۲۰۱۱ کال له عراق ووتل، خو درې کاله وروسته چې داعش د عراق ډېره خاوره نیولې وه، د بغداد په غوښتنه ستانه شول.
امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۷ کال پای کې داعش ته ماتې ورکولو سره د دې ډلې د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره عراق کې پاتې شول.
ایران ته امتیاز

د بي بي سي د امینتي چارو خبریال فرانګ ګارډنر شننه
ایران پر ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې هڅه کوي چې امریکايي ځواکونه یې ګاونډ کې نه وي او سیمه کې په لومړني ځواک بدل شي.
امریکا په ټولو شپږو خلیجي هېوادونو کې- چې پر تهران سخت بې باوره دي- اډې لري، خو تهران ور سره جوړ نه دی.
د صدام حسین پرځېدل د ایران د پراختیا غوښتنې مخ کې د تر ټولو سخت خنډ لرې کېدل و او تهران له دې چانس په کار اخیستو کې وخت ضایع نه کړ.
دغه هېواد د شیعه وسلوالو په هوکړه ځان ان د عراق د امنیتي ادارو تر زړه رسولی او پارلمان کې هم ځواکمن ملاتړي لري.
سوریه کې جګړې هم د ایران ستر پوځي شتون ته لار جوړه کړه او د سوریې ګاونډ کې د ایران ملاتړې ډله حزب الله په لبنان کې په تر ټولو پیاوړي ځواک بدله شوې ده.
د ایران مشران اوږدمهالې لوبه کې هیله من دي چې په ښکاره او پټ فشار سره بالاخره منځنی ختیځ امریکايي ځواکونو ته په داسې سیمه بدل کړي، چې نه به یې خوښېږي.
د همدې لپاره پر امریکايي اډو پرلپسې بریدونه او د ایران په ملاتړ او د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره اعتراضونه کېږي.
اوس چې عراق کې امریکا د پوځي عملیاتو پای ته رسولو خبره کوي، نو د تهران چارواکو ته دا ښه زېری بلل کېږي.




















