تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه: د کابل هوایي ډګر ساتلو لپاره اضافي پوځیان افغانستان ته نه لېږو
د ترکیې دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ساتنې او فعال ساتلو لپاره اضافي پوځیان نه استوي.
د رویټرز رپوټ کې راغلي، د ترکیې دفاع وزیر حلوسي حاکار د خپل هېواد په پارلمان کې خبریالانو ته وویل، ترک ځواکونه له تېرو شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ لړ کې د هوايي ډګر ساتنې دنده لري، خو په وینا یې د راتلونکي لپاره پر پلان خبرې روانې دي.
ښاغلي حاکار زیاته کړه: "اوسمهال موږ هلته حضور لرو، او زموږ لپاره داسې هېڅ پوښتنه مطرح نه ده، چې اوس به په هېڅ ډول پوځیان هلته استوو."
د ښاغلي حکار اشاره هغو ترک پوځیانو ته وه، چې له مخکې په افغانستان کې دېره دي، خو نوموړی زیاتوي پر دې موضوع خبرې روانې دي.
د امریکا او ترکیې ولسمشرانو بروکسل کې د ناټو سرمشریزې پر مهال سره لیدلي او د رپوټونو له مخې پر دې موضوع غږیدلي وو.
تېره اونۍ بیا د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وویل، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره وروستۍ لیدنه کې پر دې هوکړه کړې چې انقره به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو تر وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې مخکښ رول ولري.
د ښاغلي سالیوان په خبره، د ترکیې ولسمشر په دې لیدنه کې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د امریکا مشخص ملاتړ وغوښت او ولسمشر بایډن ورسره ژمنه وکړه چې دا ملاتړ به ورته برابر کړي.
اوس د ترکیې دفاع وزیر وايي، راتلونکې پنجشنبه به انقرې ته د امریکايي پلاوي سفر پر مهال پر دې موضوع خبرې کېږي.
ښاغلی حکار زیاتوي، کله چې په راتلونکو خبرو کې دا هڅې منسجمې شي، اړین ګامونه به پورته شي او دا به یو پلان شي.
طالبان څه وايي؟
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د بهرنیو دیپلوماتیکو تاسیساتو او نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره مهم ګڼل کېږي.
طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره د ترک ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت کړی دی.
طالبان وايي، ترکیې تېر شل کاله د ناټو د غړي په توګه افغانستان کې پوځي حضور ساتلی او له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې باید له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
خو ترک چارواکو ویلي، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترک پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي.
شنونکي وايي، د افغان هوايي ډګر ساتنې برخه کې د ترکیې ماموریت د دغه هېواد او متحدینو تر منځ یې د همکارۍ لپاره خورا ګټور تمامېدای شي، چې دا مهال یې اړیکي خړپړ دي.
له روسیې د دفاعي سیسټم اخیستو، په سوریه، لیبیا او ختیځه مدیترانه کې د دغه هېواد پالیسۍ او دغه راز د بشري حقونو موضوع په ګډون یو شمېر موضوعات دي چې له کبله یې د ترکیې او ناټو متحدینو تر منځ اړیکي اغېزمن شوي دي.