اسراییلی سړی چې ۴۲ هېوادونه یې پر بایسکل کتلي و کور ته نږدې ټکر کې مړ شو

د عکس سرچینه، Facebook
یو اسراییلی سړی چې د نړۍ شپږو لویو وچو کې یې ۴۲ هیوادونو ته پر بایسکل سفر کړی و - د اسراییل شمال کې خپل کور ته نږدې ټکر کړی او مړ شوی دی.
د روئي سدان په نوم دغه ۳۹ کلن سړی هند کې ان تر غره له لوېدلو هم ژوندی وتلی و.
هغه په "جینجي" مشهور و او د "اسراییل د بایسکل سفیر" بلل کېده.
د ښاغلي سدان بایسکل د چارشنبې پر ورځ بس وواهه او نوموړی په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو، خو د جمعې پر ورځ د ټپونو له کبله مړ شو.
هغه په ۲۰۱۰ کال اورشلیم پوست ورځپاڼې ته ویلي و:
"د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د اسراییل سفارتونو ته ورځم. ښوونځیو کې ویناوې کوم او ټولو ته د اسراییل په اړه مالومات ورکوم. ځینو راباندې د بایسکل د سفیر نوم ایښی دی."
هغه یو ځل له الاسکا د امریکا تر لویدیزه، مرکزي او سویلي امریکا او له هغه ځایه بیا تر سویلي افریقا او ایتوپیا پورې پر بایسکل سفر کړی و.
په یوه بل سفر کې پر خپل بایسکل له اروپا تر ترکیې، بیا ازبکستان، تاجکستان او مرکزي اسیا او ورپسې تر چین تللی و.
درېم سفر یې له لویدیزې غاړې د استرالیا تر ختیځ و.
دا سفر د دوه کسیز بایسکل په وسیله و ځکه د اورلي تال په نوم یو نابینا اسراییلی بایسکل ځغلوونکی هم ورسره ملګری و.
روئي سدان په ۲۰۱۵ کال د هند د شمال لداخ کې سټوک کانجري لوړو ته د ختلو په تکل ولاړ، خو له یوه لوړ ځای څو سوه متره کښته راپرېوت.
هغه که څه هم دې پېښه کې ژور ټپي او ان تر کوما رسېدلی و خو بېرته ورغېد.
د ښاغلي سدان لومړنۍ درملنه نوي ډيلي کې وشوه او بیا په کوما حالت کې اسراییل ته ولېږدول شو.
نوموړي له کوما تر وتلو وروسته اسراییل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و:
"یوازې مې هغه لوړ ځای یاد دی او بیا له دوو میاشتو خوب وروسته راپورته شوم."
د ښاغلي سدان له دې پېښې تر ژوندي وتلو لنډ وخت وروسته بېرته پر بایسکل سفرونو ته مخه کړه.





















