افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر؛ ټرمپ د دفاعي‌ لګښتونو طرحه رد کړه

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د دې هېواد د دفاعي لګښتونو په اړه د ۷۴۰ میلیارده امریکایي‌ ډالرو هغه بودیجوي طرحه رد کړې ده چې روانه میاشت کانګرس تصویب کړې وه.‌

ولسمشر ټرمپ دې طرحه کې له هغو مادو سره مخالفت لري چې افغانستان او اروپا کې د امریکایي پوځیانو د شمېر د کمولو مخه نیسي.‌

نوموړی وایي، د امریکایي پوځیانو بېرته کور ته راوستلو مخنیوی "بده پالیسي او له اساسي قانون سره په ټکر کې ده".

نوموړی همدا راز نه غواړي‌ د امریکا د هغو پوځي اډو نومونه دې بدل شي‌ چې د دې هېواد د پخوانیو مشرانو په نامه نومول شوې دي.‌

یاده وې وي چې ولسمشر ټرمپ څه موده وړاندې اعلان کړی و چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې به افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکموي.

خو د امریکا یو شمېر سیاسي او پوځي چارواکي په دې اړه اندېښنې لري او فکر کوي چې په بیړه له افغانستانه د پوځیانو ایستل به د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.‌

د امریکا د استازو جرګې دیموکراتې مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه غندلې او وایي،‌ دا کار امریکایي‌ پوځیانو او د دې هېواد امنیت ته خطر پېښوي،‌ او د کانګرس قانوني حیثیت او برلاسی زیانمنوي.‌

اوس به څه کېږي؟

پلوسي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، که د کانګرس د دواړو خونو غړي‌ د دفاعي‌ لګښتونو دې بودیجوي طرحې ته رایه ورکړي نو کولی شي‌ چې د ولسمشر ټرمپ له لاسلیک پرته یې هم په قانون بدله کړي.

د کانګرس غړو روانه میاشت په لوی اکثریت سره د دفاعي‌ لګښتونو دا بودیجوي طرحه منلې وه او اوس هم کولی شي چې د ولسمشر له مخالفت سره سره یې په قانون بدله کړي.‌

هره هغه طرحه یا قرارداد چې د کانګرس لخوا تصویبېږي،‌ د قانوني‌ کېدو لپاره یې باید ولسمشر لاسلیک کړي.‌

د امریکا ولسمشر ځینې وخت کولی شي د کانګرس لخوا تصویب شوي قراردونه د سیاسي اختلاف له کبله رد یا ویټو کړي.‌

خو که د کانګرس د دواړو خونو،‌ یعنې سنا او استازو جرګې دوه پر درې برخه غړي‌ د دفاعي‌ لګښتونو دې بودیجوي طرحې په حق کې رایه ورکړي نو کولی شي‌ چې د ولسمشر ټرمپ له لاسلیک پرته یې هم په قانون بدله کړي.‌

ټاکل شوې ده چې د استازو جرګه د راتلونکې دوشنبې او د سنا مجلس د سې شنبې پر ورځ پر دې طرحه رایه اچونه وکړي.‌

که دوی یې په حق کې رایه ورنکړي او د ولسمشر ټرمپ د ویټو یا مخالفت مخه ونه نیسي،‌ دا به په تېرو شپېتو کالو کې لومړی ځل وي چې د امریکا د دفاعي لګښتونو کلنۍ طرحه به په قانون نه بدلېږي.‌

د ولسمشر ټرمپ یو شمېر سلاکارانو نوموړي ته مشوره ورکړې وه چې له دې طرحې سره دې مخالفت نه کوي،‌ ځکه دوی په دې باور دي‌ چې کانګرس به یې یو ځل بیا (دوه پر درې اکثریت) سره ومني او په قانون به بدله شي.‌

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ ښکاره ویلي‌ چې افغانستان او اورپا کې به د امریکایي‌ پوځیانو شمېر د پام وړ راکم کړي.

ښاغلي‌ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال تر دې دمه اته ځله د کانګرس د طرحو پر وړاندې د ویټو ځانګړی ولسمشریز واک کارولی دی،‌ او هر ځل یې په کانګرس کې جمهوريپالو ملاتړ کړی،‌ خو دا ځل ښایي‌ کیسه بدله وي.‌

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ د راتلونکې جنورۍ پر شلمه نېټه نوي ټاکل شوي‌ ولسمشر جو بایډن ته واک وسپاري.‌

خو ښاغلي ټرمپ ښکاره ویلي‌ چې تر هغې نېټې مخکې به افغانستان او اورپا کې د امریکایي‌ پوځیانو شمېر د پام وړ راکم کړي.‌

تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر جو بایډن به افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر،‌ له طالبانو سره د سولې د خبرو او په ټوله کې د افغانستان لپاره د امریکا په سیاست کې څه بدلون راولي‌ او که نه.‌