تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د عاشورا مراسم له کومې لویې پېښې پرته ترسره شول
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نن یکشنبه د عاشورا د ورځې مراسم له کومې لویې امنیتې پېښې یا برید پرته تېر شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سږ کال د دې مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې امرالله صالح هم کابل کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.
د پلازمېنې هغو برخو کې چې ډېری شیعه وګړي پکې مېشت دي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو هم د خپل امنیت لپاره تدابیر نیولي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، په ټولو ولایتونو کې امنیه قومندانیو ته لارښوونه شوې چې د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیسي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین په وینا: "د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د ويډيويي کنفرانس له لارې د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره د محرم ورځو د امنیت ساتنې په موخه خبرې وکړې. د هېواد د ولایتونو د پولیسو مشرتابه ته يې لارښوونه وکړه څو د محرم ورځو په تړاو کلک امنیتي تدابیر ونیسي".
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبې (وږي ۹/ اګست ۳۰) په ټول وطن کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
د کورونا وېروس خپرېدو او بریدونو ګواښ:
سږ کال د محرم لسمې یا عاشورا مراسم داسې وخت ته برابرېږي چې په افغانستان کې لا د کورونا ويروس د خپرېدو خطر شته.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغو مراسمو له نمانځونکو غوښتي چې ماسک وکاروي او روغتیايي لارو چارو ته په پام يې ونمانځي څو د دوی راټولېدنې د وېروس د خپرېدو لامل نشي.
د کابل والي او د کورونا وېروس د مخنيوي بېړنۍ کمېټې مشر محمد یعقوب حیدري ویلي، په دې ترڅ کې د کابل په ۵۳۰ جوماتونو او تکیه خانو کې مېکروب وژونکې دوا پاشل کېږي.
بلخوا چارواکو د عاشورا پر مراسمو د احتمالي بریدونو خبر هم ورکړی دی.
څو ورځې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش وېره څرګنده کړه چې ښايي پر دغو مراسمو یو ځل بیا برید وشي.
د یادولو ده چې په تېر کې داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په افغانستان کې د محرم د لسمې یا عاشورا مراسمو په ګډون د شیعه مذهب پلویانو پر ځينو نورو مذهبي غونډو هم خونړي بریدونه کړي دي چې یو شمېر يې له درنې مرګ ژوبلې سره مل وو.
مسولان وايي، سږ به هم د تېر کال په څېر د سيمې ځينې په وسلو سمبال خلک له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د عاشورا د نمانځنې مراسمو امنیت ساتي.
د نورو کلونو پرتله محدود مراسم:
د محرم میاشتې لسمه نېټه -چې نن ده- د دغو مراسمو اصلي ورځ وي.
په افغانستان کې هم د محرم میاشتې له پېلېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په هرات او ځينو نورو والایتونو کې د عاشورا مراسمو د نمانځنې په موخه پر واټونو ځانګړي بيرغونه لګول کېږي، تورې دروازې جوړېږي او لارویانو ته شېدې او شربت ورکول کېږي.
په کابل ښار کې هم د شیعه مذهب ګڼ پلویان په ډلهييز ډول د کابل ښار پر سړکونو ګرځي او ویر کوي.
خو د دغو مراسمو ترسره کوونکو ویلي چې سږ کال به په کابل کې دا مراسم تر پخوا "محدود" وي.
په افغانستان کې تر سيلابونو وروسته پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو کمپاین پیل کړی و چې د عاشورا په مراسمو کې پر "نذر" کېدونکی لګښت دې سيلاب ځپلو ته وسپارل شي.