تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: دښمنان غواړي جګړه قومي او مذهبي کړي
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان کې مذهبي تربګنۍ نه شته، خو په خبره یې د وخت یزیدیان هڅه کوي چې مذهبې تفرقه رامنځ ته کړي.
ښاغلي غني چې نن یې د کابل دشت برچي سیمه کې د عاشورا مراسمو کې ګډون کړی و د دشت برچي او ننګرهار وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، د ټولو افغانانو درد او رنځ یو دی او د ده په خبره دښمنان غواړي خپلو بریدونو ته مذهبي بڼه ورکړي.
ولسمشر زیاته کړه د کابل ښار لویدیځې سیمې خوندیتابه لپاره یې په امنیه قومندانۍ کې د ځانګړې مرستیالۍ جوړښت رامنځ ته کړی دی.
په دې سیمه کې چې ډېر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، دا وروستیو کې د داعش ډلې لخوا خونړي بریدونه وشول.
ولسمشر وویل، هیڅوک نه شي کولای د شیعه او سنيانو ترمنځ مذهبي اختلافونه رامنځ ته کړي.
په پلازمېنه کابل او یوشمېر ولایتونو کې د محرم د لسمې یا عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول.
سږني مراسم د تېرو کلونو پرتله تر یوه حده منظم او تر ډېره سرپټو ځایونو کې وشول. د عزادارۍ کاروانونه د کابل په لارو او کوڅو کې لیدل کېدل، خو یو څه کمرنګه او له امنیتي تدابیرو سره یو ځای.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار لویديځې څنډې دشت برچي سیمې یوه جومات ته لاړ او هلته یې خبرو کې وویل، هغه امنیتي خطر چې شیعه ګان یې احساسوي، ده پر ځان منلی دی.
دشت برچي سیمه کې په دې وروستیو کې د داعش له خوا څو خونړي بریدونه وشول چې تر ټولو وروستی هغه یې په یوه ورزشي کلب ځانمرګي برید و چې نژدې دېرش کسان یې ووژل او د سلو شااخوا کې نور یې ټپیان کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د کابل دې سیمې لپاره یې امنیتي طرحه جوړه او په امنیه قومنداني کې یې یوه ځانګړې مرستیالي ورته رامنځ ته کړې ده:
''د کابل امینه قومندانۍ کې یو معاونیت جوړ شوی چې د کابل لویدیځې سیمې امنیت ساتي، استخباراتي پوښښ پراخېږي. په اغېزمنو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي. همدارنګه سپارښتنه مې ورته کړې چې اطفایه او د امبولانس مرکز په لویدیځ کې ژر تر ژره فعال کړي. د دې سیمې ماسټر پلان عملي کیدو کې ستاسو هر اړخیزه مرسته غواړم. په دغه جګړه کې زمونږ بریاليتوب په دې پورې تړلی چې مونږ د دوی ویرانوونکو کړنو په اړه څومره پوهه لرو او همدارنګه د دولت او ملت ترمنځ مرستې پورې تړلی دی ''
ولسمشر کابل کې له مېشتو شیعه مذهبو دا هم وغوښتل چې خپل یو استازی ده ته د سترسلاکار په توګه ور وپېژني چې د شیعه مذهبو د خوندیتابه او نورو اړوندو چارو په اړه ورسره له نژدې کار وکړي.