ټرمپ د امریکایي خبریال د خلاصون په موخه بشارالاسد ته لیک لیکلی

د عکس سرچینه، AFP
۳۱ کلن استین تایس د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې په ۱۴ په دمشق کې لادرکه شو چې تر اوسه يې یوازې یوه ویډیو خپره شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال د مارچ میاشت کې د امریکایي خبریال استین تایس چې په سوریه کې لاردکه شوی، د خلاصون په موخه د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته لیک لیکلی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو منلې چې د امریکا ولسمشر په دغه لیک کې د امریکایي خبریال د خلاصون په موخه د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و.
د استین تایس له لادرکه کېدو لنډه موده وروسته د هغه یوه ویډیو خپره شوه چې سترګې یې تړل شوې وې. خو له هغې وروسته د ښاغلي تایس درک ورک شو.
تر اوسه هېڅ ډلې دهغه د تښتولو مسولیت نه دی منلی.
په ۲۰۱۸ کال کې امریکا د استین تایس د پیدا کولو لپاره د یو میلیون ډالرو د جایزې اعلان هم کړی و.
ولسمشر ټرمپ د دغه امریکایي خبریال د لادرکه کېدو د اتم کال په یاد غوڼده کې وویل، 'د روان کال په پیل کې ما د سوریې له دولت څخه وغوښتل چې د استین تایس په پیدا کولو کې له ما سره مرسته وکړي، اوس بیا د مرستې غږ کووم چې هغه بېرته خپل کورته ستون کړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي امریکا په وار وار د دغه خبریال د ازادۍ لپاره هڅه کړې'.
مایک پمپیو وایي، د امریکا ولسمشر دې ته ژمن دی چې امریکایي وګړي له نورو هېوادونو راوګرځوي، په خبره يې، که هغه په تېروتنه نیول شوي او یا هم اسیر شوي دي .
استین تایس د مک کلاچي ورځپاڼې لپاره ریپوټونه چمتو کول او د امریکا په سمندري ځواکونو کې د کار تجربه هم لري.
په سوریه کې کورنیو جګړو دغه هېواد د خبریالانو لپاره په یوه خطرناکه ځای بدل کړ.


















