داعشۍ ناوې بریتانیا ته د بېرته ستنېدو حق ترلاسه کړ

د خپرېدو وخت

یوې بریتانوۍ محکمې پریکړه کړې چې د داعش ډلې غړې شمیمه بېګم ته دې اجازه ورکړل شي چې دې هېواد ته راشي او د هغې پریکړې پر ضد مبارزه وکړي چې له مخې یې له دې د بریتانیا تابعیت اخیستل شوی و. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د محکمې پر دې پرېکړه حیراني ښودلې.

شمیمه بېګم چې اوس ۲۰ کلنه ده د ښوونځي له هغو درې زدکوونکو یوه وه چې په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته ولاړې او له داعش ډلې سره یو ځای شوې.

له هغې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت له خوا دامنیتي لاملونو له مخې وروسته له هغه تابعیت واخیستل شو چې دا په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې وموندل شوه.

استیناف محکمې په خپل حکم کې ویلي نوموړې په ناعادلانه توګه له محاکمې بې برخې شوې، ځکه دې نه شوای کولی چې له پنډغالي خپله قضیه مخته یوسي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي د محکمې دا پرېکړه (ډېره ناهیلې کوونکې) ده او په وړاندې به یې د استنیاف حق تر لاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

که څه هم د بریتانیا حکومت وړاندې څو ځله ویلي چې له سوریې د شمیمه بېګم په را ایستلو کې مرسته نه کوي، خو اوس دا پریکړه په دې مانا ده چې حکومت باید یوه لاره ومومي چې نوموړې وکولی شي په لندن کې محکمې ته حاضره شي.

د اغلې بېګم مدافع وکیل ډانیل فرنېر ویلي: "مېرمن بېګم هیڅکله دا فرصت نه درلود چې د قضیې په اړه خپله خبره وکړي. هغه د بریتانیا له قضا سره له مخامخ کېدو وېره نه لري، بلکې هر کلی یې کوی. خو دا چې له هغې تابعیت اخستل شوې او د سپیناوي چانس نه دی ورکړل دا عدالت نه دی بلکې برعکس ده ".

مېرمن بېګم ویلي چې د حکومت له خوا له هغې د تابعیت اخیستل ناقانونه وو، ځکه دا یې بې تابعیت کړه. د نړیوال قانون له مخې له یوه کس یوازې په هغه حالت کې تابعیت اخیستل کیږي چې هغه د بل هېواد تابعیت اخستلو حق ولري.

په تېره فبرورۍ میاشت کې محکمې پریکړه کړې وه چې له میرمن بېګم د تابعیت اخستلو پریکړه قانوني وه، ځکه هغه مهال هغې د نسب له مخې د بنګلدیش تابعیت درلود. ویل شوي چې شمیمه بېګم د خپلې مور له لارې د بنګلدیش تابعیت اخستلو حق لري.