د نیو زیلنډ پر تلویزیون د لغړو فلمونو د زیان په اړه اعلانونه

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

په نړۍ کې د ماشومانو له خوا د پورنوګرافي یا لغړو فلمونو کتل او په انلاین فضا کې د دوی خوندیتوب، د ډېرو میندو او پلرونو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.

په دې وروستیو کې د نیوزیلنډ دولت داسې ټلویزیوني خبرتیاوې یا اعلانونه جوړ کړي چې د لغړو فلمونو لوبغاړي په کې دي.

په دې اعلان کې د لغړو فلمونو لوبغاړي د یو تنکي ځوان مور له دې خبروي چې څنګه یې کم عمره زوی پر انټرنټ د دوی لغړ فلمونه ګوري.

دې لنډ اعلان کې دا لوبغاړي د ماشوم له مور سره پر دې لنډې خبرې کوي چې دا ډول فلمونه د ماشوم لپاره څه تاوان درلودلی شي.

حکومت غواړي له دې لارې د سایبري امنیت مسلې ته د میندو او پلرونو پام ور واړوي.

د نیوزیلنډ د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکې ترینا لاوري وايي، دولت غواړي مهمو مسلو او له انټرنټه د دوی ماشومانو ته ورپېښ ممکنه ګواښ ته د میندو او پلرونو پام ور واړوي. نوموړې وایي:

"موږ په دې پوهېږو چې ماشومان کله د تصادف له مخې له پورنوګرافیکو شیانو یا لغړو فلمونو سره مخ کېږي چې حیرانوونکی او دروند اغېز پرې کوي. موږ پوهېږو چې ډېری مهال خلک په نوې ځوانۍ کې داسې شیانو ته لاسرسی مومي. په نوې ځوانۍ کې مناسب وخت نه دی چې دوی داسې مواد وګوري، او د انټرنټ او لغړو فلمونو په کتلو له جنسي مسلو سره آشنا شي"

د نیو زیلنډ تلویزیوني اعلان کې د لغړو فلمونو لوبغاړي دا موضوع تشرېح کوي چې ماشومان او تنکي ځوانان پر لپټاپ ، پلې سټېش، ټابلېت او موبایل لغړ فلمونه او صحنې ګوري.

لوبغاړي وایي، دوی دا فلمونه لویانو ته جوړوي خو ځینې کتونکي یې ماشومان او تنکي ځوانان دي، او کېدای شي د جنسي اړیکو له څرنګوالي بې خبره وي.

پر انټرنټ د لغړو فلمونو د زیان په اړه د نیوزیلنډ دې تلویزیوني خبرتیا د ډېرو پام ځان ته ور اړولی دی.

یاد هېواد وروسته له هغه د داسې اعلانونو جوړولو ته مخه کړه چې د تېر کال په پای کې یوه رپوټ کې راغلل چې په دغه هېواد کې ډېری ځوانان انټرنټ د جنسي اړیکو په تړاو د لومړنۍ او وروستۍ سرچینې په توګه کاروي.

پوړنوګرافي یا د جنسي شهواني فلمونو کتل په یو شمېر هېوادونو کې منع او غیرقانونی دی.

خو په یو شمېر هېوادونو کې د ځانګړي عمر لرونکو خلکو ته یې د کتلو اجازه شته.

اوس پر داسې لارو چارو فکر کېږي چې له مخې یې د هغو تاوانونو مخه ونیول شي چې لغړ فلمونه یې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته اړولی شي.