کابل ښاروالۍ د ۲۴ ونو څه کم ۶ میلیون افغانۍ جرمانه ترلاسه کړه

    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان پلازمېنې کابل ښاروالۍ وايي، د کابل هوايي ډګر پر سړک د هغو ۲۴ ونو جرمانه دوی ته رسېدلې چې یوه امریکايي شرکت تېر دوبی پرې کړې وې.

دې شرکت ویلي وو، د امنیتي کامرو لپاره یې دا ونې وهلې دي، خو وروسته خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه وښودل شول. له هغو غبرګونونو وروسته ښاروالۍ هم سیمې ته لاړه او ویې ویل دا شرکت جرمانه کوي.

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي: کابل ښاروالۍ په هغه امنیتي شرکت قانون تطبیق کړ چې څه موده وړاندې یې د کابل هوايي ډګر پر واټ د ونو په پریکولو له ښاري اصولو سرغړونه کړې وه.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند حسنزۍ بي بي سي ته وویل، دا جرمانه اوس د ښاروالۍ حساب ته رسېدلې او د دې ادارې د عوایدو برخه دي:

"۲۴ ونې پرې شوې وې، چې شاوخوا ۱۰ په نهمه او ۱۴ لسمه ناحیه کې وې."

حسنزۍ وايي، د هرې ونې عمر ته په پام یې چې کال څومره لګښت راغلی، هغه یې درې برابره کړی او د یوې ونې د وهلو په جرم یې له دې شرکت دا پیسې اخیستې دي چې ټولې ۵،۷۶ میلیون افغانۍ جمع شي.

نوموړې وايي، د ونو وهلو او د شرکت له جرمانه کولو میاشتې وخت وځي، خو دا چې دغه کمپنۍ بهر کې وه، نو تر کابل ښاروالۍ د دې جرمانې وخت اوږد شو.

د تېر اګسټ پر ۲۹ د کابل ښاروالۍ وویل، چې د هرې ونې د روزنې چارو، لګښت او عمر له ارزونې وروسته دا شرکت ۵ اعشاریه ۷ میلیونه افغانۍ چې نږدې اتیا زره امریکايي ډالر کېږي جرمانه کړی.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د برخې مشر شیر شاه امیري هغه مهال بي بي سی ته ویل، د امنیتي تلاشۍ په خاطر دا کار له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، خو د ښاروالۍ سره په بې همغږۍ ترسره شوی دی.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، کابل ښاروالي ژمنه ده چې په ټولو سرغړوونکو باندې په راتلونکي کې هم قانون یو شان پلی کړي او د ښاري سرغړونو مخه ونیسي